جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له باچوه سره د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې وکړې

خلیلزاد له باچوه سره د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې وکړې

تاند(دوشنبه، د حوت۱۸) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر نن په رالپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو خبرې وشوې.

دوی د افغانستان د سولې پر روانې پروسې او د سیمې پر امنیت رڼا واچوله.

د هغې طرحې له مخې چې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان ولسمشر او په قطر کې د طالبانو مشرانو ته سپارلې طالب مشران او قوماندانان باید له پاکستان څخه ووځي خو امریکايي چارواکي وايي چې پاکستان د دې ټکي مخالف دی.

(دي نیوز) پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې خلیلزاد او میلر له باجوه سره په کتنه کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول وستایه.

خلیلزاد تر دې مخکې په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې او د دې پروسې د چټکتیا لپاره په نویو وړاندیزونو خبرې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب