Homeخبرونهحنیف اتمر: په جمهوریت کې د نړیوالو ګټه ده

حنیف اتمر: په جمهوریت کې د نړیوالو ګټه ده

تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې د سولې پروسې په برخه کې سیمه‌ ييزه اجماع پر خپل ځای ده او هېڅ هېواد نه غواړي چې د طالبانو امارت بیا راشي.

ښاغلي اتمر چې نن یې په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه د طالبانو د امارت مخالف او د جمهوري نظام پلوي دي؛ ځکه په وینا یې، جمهوریت نه یوازې د نړیوالو لپاره یو ارزښت دی، بلکې په ګټه یې هم دی.

نوموړي وویل، د بهرنیو چارو وزارت لومړۍ دنده په هېواد کې د جګړې پای ته رسول او د سولې راتګ دی.

دده په خبره چې د تلپاتې سولې راوستو او د نظام ساتنې په پار یې لومړنی ماموريت د سيمې او نړۍ په کچه د لويې سياسي اجماع رامنځته کول و چې مهمه بېلګه يې د جنيوا کنفرانس دی.

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې ددې وزارت دويمه لاسته راوړنه د افغانستان د جګړې په تړاو د اسلامي نړۍ اجماع رامنځته کول و چې ددې اجماع په جوړولو سره مو وغوښتل دا ثابته کړو چې د طالبانو جګړه ورور‌ وژنه ده او ديني مشروعيت نه لري.

محمد حنیف اتمر روان تاوتریخوالي ته په کتو وویل چې د نړۍ پنځلسو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې، نو باید چې دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د اقتصادي ډیپلوماسۍ، برېښنا، سوداګرۍ، پانګونې او د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستو را جلبولو ډیپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...