یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ| جنرال دولت وزیري

د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ| جنرال دولت وزیري

د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ مو مبارک شه

ښځو ته د مور، خور، لور، ميرمنې تر څنګ د ښځو په سترګه وګورئ او له نارینوو سره يې برابر حقوق ورکړئ.

ښځه د دې تر څنګ چې مور، خور او د نارینه د ژوند ملګرې ده، د نارينه له پاره هغه مرستندویه او خواخوږې ده چې په سختو پیچلو، بېوزلۍ او بدمرغیو کې ستره تکيه ګاه او نارينه د هغې د مهربانۍ او غمخوارۍ څخه تل تسلي تر لاسه کړې ده.

پر دې سربېره ښځه د خپل نازک او ښکلي طبيعت له مخې د ګل په څير تل روزلو، ملاتړ، ښه او غوره چلند ته اړتیا لري.

 علي دشتي وايي:

«ښځه هغه ګل دی چی د غوټۍ پر وخت ډېره خوږه او ګرانه وي.د غوړیدو پر وخت مينه کوونکې او د مړاوې کيدو پر مهال د احترام او قدر وړ وي.»

ښځه د ژوند شريکه او د ستړیا د شېبو ملګرې ده. په کوم کور کې چې ښځه نه وي، د نېکمرغۍ فرشته هلته پل نه ږدي، ځکه وايي:

در آن سرای که زن نیست انس الفت نیست

در آن وجود که دل مرد، مرده است روان

ښځه د کور شمعه او ډيوه ده. که ښځه نه وای، د نړۍ نابغه به چا روزلي وای؟

ټول انسانان په دې هیله وي چې اولادونه يې ښه روزنه تر لاسه او اتلان ترې جوړ شي.

دا هیله یوازې ښځه تر سره کولای شي، ځکه ښځه او مور ده چې په يوه لاس زانګو زنګوي او په بل لاس جهان زنګوي.

د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو رول ډیر روښانه دی، په کور، په کرونده, په دفتر، په ښوونځي او د هيواد په دفاع کې تل د نارینه وو تر څنګ خپل هاند او هڅې نه دي سپمولي او په هره برخه کې يې خپله وړتيا ښودلې ده.

 په ځینو ټولنو کې د ښځو له وړتيا څخه څرنګه چې اړينه ده ګټه نه ده پورته شوې او هغه حقوق نه دي ورکړل شوي چې د اسلام په سپیڅلي باور او په مدني او انساني ټولنو کې ورته ځانګړي شوي دي.

زموږ هیواد هم تل د همدغې مشکل سره لاس او ګریوان و. ځینې کسان ښځو ته د دویم درجه انسانانو په سترګه ګوري او هغه حقوق چې د دوی خپل حق دی. نه ورکول کیږي او یا ورسره غیر انساني چلند کیږي.

که وګورو ښځو د تاریخ په اوږدو کې له نارینوو سره د ستونزو په حل کې یو ځای برخه اخیستې ده او د بهرني یرغل پر مهال يې نارینه وو ته خواړه، اوبه او نور د اړتيا وړ توکي رسولي دي.

د دې تر څنګ يې له نارینه وو سره په جګړو کې ګډون کړی دی. ملاله میوندۍ، زرغونه انا، نازو انا، سینځله ادې، غازي ادې سلیمانخیله، زهره او په سلګونو نورې يې سترې بېلګې دي.

اوس هم ښځې په ډیره زړورتیا او میړانه له خپلو ورونو سره څنګ پر څنګ په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې د هیواد په چوپړ کې دي. په عملیاتو کې برخه اخلي، په دفتر کې کار کوي، په روغتون کې په چوپړ بوختې دي، الوتکې الوزوي او هغه کارونه چې یو نارينه افسر یا سرتیری يې تر سره کوي دوی يې هم بې له کومې ستونزې سر ته رسوي، او له نارینه وو څخه زيات یا اضافي امتياز هم نه غواړي.

 اړينه ده چې ښځو ته د یوه ویاړلي انسان، خور، مور، لور د ژوند ملګرې، او په ټوله کې د ښځې په سترګه وکتل شي. خپل حقوق يې ادا، قدر، احترام، عزت او حرمت يې وساتل شي. هغه چلند ور سره وشي چې د یوې ویاړلې افغان مېرمنې لپاره اړين وي.

یوه ورځ نه، بلکې ټولې ورځې ستاسو دي او ټولې ورځې مو نيکمرغه اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب