یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د مارچ اتمه او د افغان مېرمنو ژوند

د مارچ اتمه او د افغان مېرمنو ژوند

لیکوال: عبید افغان

مېرمنه په ټولنه کې خوږ، ساز او سرود وه، د سړیو شان او ښکلا وه. د زمانې پالوونکې وه. د تاریخ په اوږدو کې د ظلم او استبداد کړۍ پر مظلومې طبقې مېرمنو تل تنګه شوې ده.

هیڅ ټیکنالوژي، ساینس او دومره هسکه لاسبري و نه توانیدله د مېرمنو ساندې واوري.

په افغانستان کې مېرمنې د خپلو هیلو په درشل کې خپل فزیکي ژوند په اور کې تیروي، زده کړې یې فحاشي، خوښي یې ګناه او ازادي یې کفر ګڼل کېږي.

کله چې یوه میرمن پرله پسې پنځه یا شپږ لوڼې وزیږوي کورنۍ یې بیا ورسره هیڅ ښه چلند نه کوي او کورنۍ یې پر خاوند د بلې ښځې تاکید کوي یعنې بیا بله ښځه کوي. علت د نارینه اولاد نه راوړل وي.

کله چې د پلار په کور کې وي، که کومه کوچنۍ تیروتنه هم وکړي نو… تل ورته همدا پیغور ورکول کېږي چې (د بل د کور ښځه یې) محدودیتونه پرې د همدې نامه تر لاندې تطبیقوي. یعنې زیات حقوق یې په همدې نوم سلب کېږي.

د زده کړې عامل یې راتلوونکی نامالوم خاوند/کورنۍ بولي. وایي کله چې واده شوه بیا یې د خاوند خوښه ده چې زده کړې پرې کوي یا نه؛ یعنې دغه پریکړې سطحي کوي انجلۍ یې لا نه وي ورکړې خو د محدودیتونو لړۍ پرې د تاکید لپاره جاري ساتي.

دلته لا هم مېرمن خوځنده موجود نه ګڼل کېږي، پلرونه یې خرڅوي په لس، شل لکه افغانۍ. بیا نو یادې انجلۍ سره خاوند د ژوند په اوږدو کې د ځوانۍ ډیر کم عمر تیروي ځکه شپږ میاشتې دلته وي. نور پاتې عمر شپږ، اوه آن لس کاله د سعودي او یورپ په مسافریو کې تېروي.

ریښتیا هم مېرمن لطیفه/نرمه، حساسه او خورا د ژورې حوصلې خاونده ده، لا یې هم د واده نکریزې پر لاس سپینې شوې نه وي چې خاوند یې ترې د شپږ او اوو کلونو لپاره ترې بیرته مسافر شي.

په بدل نکاح کې ورکول یې بل ظلم، په بدو کې ورکول بل وحشت، قتل ورور وکړي بدیل یې خور پرې کوي.

دلته د مېرمنې شان، حیثیت او عزت تر پخښو لاندې دی، دلته مېرمن خوځنده انسان نه بلکې وسیله ګڼل کېږي.

په کومو ټولنو کې چې پر مېرمنو ظلم کېږي حقوق یې تر پښو لاندې کېږي هغه ټولنې نیمې نه ټولې ړنګې دي.

د هېواد په کچه په سلو کې پنځه سلنه خلکو به مېرمنو ته مېراث نه وي ورکړی.

مېرمن د ژوند سمون دی، د انساني خوځښت تولیدونکې ده، د پیغمبرانو روزونکې وه، زما او ستا پالوونکې ده.

مېرمن لور ده، خور ده، مور ده ځکه خو خوږ پیغمبر یې تر پښو لاندې جنت انځور کړی.

د مېرمنو د خوښیو عامل شئ، د ستونزو لپاره یې اوږه شئ، د دردونو لپاره یې مرحم شئ، د اولاد لپاره یې یو ښه پلار شئ. ډیرې ستونزې دي چې ویې لیکم ولاکه یې تر سهاره ولوستل شئ.

خو خیر دومره وایم میرمن د سړیو زغروال لباس دی او هغه ټینګه امسا ده چې د ژوندانه په ډبرینه ځمکه د خاوند لپاره تکیه ده.

د مارچ اتمه:
د میرمنو نړیواله ورځ دې زما خور، زما مور زما مېرمنې او زما د ګرانې وریندار سربیره د نړۍ ټولو مېرمنو ته دې مبارک وي.

3 COMMENTS

  1. شاغلې عبید افغان ښه جملات کښلي دي دا خویې بیا بیخې نامي ابتکار کړی دی چي د تاند له لاري یې د کور ښځو ته د ښځی د ورځي مبارکي ور کړې ده!
    خو که دی په دې خبره کې صادق وي، همدا نن ماښام دي د دوي لاس ور و مینځي، دسترخوان دي ورته هوار کړي، چای دي ورته دم کړي او بیا دي نو لوښي هم و ولي یا پریمینځي.

    بله خبره مي دا کوله چي موږ باید نور نو له لټی څخه ځان خلاص کړو، یوې خورکۍ تر ده دمخه و خپلي کیسې ته خدای خبر په څومره زحمت عکس موندلی وي، دستي دي ورباندي حمله کړې، کاپي کړی دي ده او تاند ته دي استولی ده. د تاند والو هم ورته نه دی پام شوی. په دې کار مي ښه در څخه را نغلل. نو سر دي باندي خلاص شو؟

  2. سلام
    زه محمود ورور سره تر یو حده بورې منم .یوه ښځه په ټولنه کې دنارینه په څیر معنوی شخصیت لری ،مسولیت او درایت .ښځه په عمل کې بشپړ انسان دی اودانحصاری ،نظامی ګری پوچ او بې معنا ژوند برخو په وړاندی مبارزه کولای شی.دښځې عفت او اخلاق ،پوهه او غیرت ،عزت او پالنه ،کورنی مدیریت او دسپلین دبی بی خدیجې له وخت څخه راپیل کیږی. اما له بده مرغه معاصره فسبوکی نړۍ کې یو شمیر ښځو خبل هویت خرڅ کړی هره لوبه کې ناسته باسته لری، به تیره بیا د ښخو به نوم سیاسی،اقتصادی،جنسی او دتماشو تجارت .دموکراسی والاو کې خو بیا له رسوایی هم اوړی. ښخه دکاغذ پرمخ نه ،هسې لافو او باتو نه بلکې به عمل او دعمل به دګر کې دستایلو وړ ده .دافغانستان محرومه طبقه ښځې او ماشومان دی چې حقوق یې یو څو جاسوسو او کثیفو ښخو حیف او میل کړل
    سیما سمر کور ور باندې کور راونیوه .فوزیه کوفی چې لکۍ یی کانګرس کې نښتې دوحه کې دسولې استاذې ده
    ناهید فرید ،شکریه بارکزۍ لابیست ،او دابر ستاره افغان لو یه کثیفه هنرمنده اریانا سعید دافغان تولنې مزورې لېوانې دي.
    دافغان کړکېچ کې ښخې دجګړې اوخشونت لومړۍ قربانیانې دی خو ځینې یی په سوله کې هم بلمه کوی .ماچې دیوې غیرتی افغانې اوښکې لیدلی دی ……
    دافغانستان مېړنی ولس ته د مېړنیو ،مقامو،باایمانه عزتمنو ،دتورې او برم وړیالو ښخوته ددې ورخې مبارکی وایم چې هیڅ دول ریا ء او ظاهری بنه نه لری . دښخو دسوکالی او امن په هیله!!!

  3. سلام
    زه محمود ورور سره تر یو حده بورې منم .یوه ښځه په ټولنه کې دنارینه په څیر معنوی شخصیت لری ،مسولیت او درایت .ښځه په عمل کې بشپړ انسان دی اودانحصاری ،نظامی ګری پوچ او بې معنا ژوند برخو په وړاندی مبارزه کولای شی.دښځې عفت او اخلاق ،پوهه او غیرت ،عزت او پالنه ،کورنی مدیریت او دسپلین دبی بی خدیجې له وخت څخه راپیل کیږی. اما له بده مرغه معاصره فسبوکی نړۍ کې یو شمیر ښځو خبل هویت خرڅ کړی هره لوبه کې ناسته باسته لری، به تیره بیا د ښخو به نوم سیاسی،اقتصادی،جنسی او دتماشو تجارت .دموکراسی والاو کې خو بیا له رسوایی هم اوړی. ښخه دکاغذ پرمخ نه ،هسې لافو او باتو نه بلکې به عمل او دعمل به دګر کې دستایلو وړ ده .دافغانستان محرومه طبقه ښځې او ماشومان دی چې حقوق یې یو څو جاسوسو او کثیفو ښخو حیف او میل کړل
    سیما سمر ور باندې کور راونیوه .فوزیه کوفی چې لکۍ یی کانګرس کې نښتې دوحه کې دسولې استاذې ده
    ناهید فرید ،شکریه بارکزۍ لابیست ،او دابر ستاره افغان لو یه کثیفه هنرمنده اریانا سعید دافغان تولنې مزورې لېوانې دي.
    دافغان کړکېچ کې ښخې دجګړې اوخشونت لومړۍ قربانیانې دی خو ځینې یی په سوله کې هم بلمه کوی .ماچې دیوې غیرتی افغانې اوښکې لیدلی دی ……
    دافغانستان مېړنی ولس ته د مېړنیو ،مقاومو،باایمانه عزتمنو ،دتورې او برم وړیالو ښخوته ددې ورخې مبارکی وایم چې هیڅ دول ریا ء او ظاهری بنه نه لری . دښخو دسوکالی او امن په هیله!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب