Homeخبرونهتېرو ۶ میاشتو کې د رسنیو ۳۰۰ ښځینه خبریالانو او کارکوونکو دندې...

تېرو ۶ میاشتو کې د رسنیو ۳۰۰ ښځینه خبریالانو او کارکوونکو دندې له لاسه ورکړي

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۸ ) د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه وایي، د تېرو شپږو میاشتو موده کې افغانستان کې د رسنیو ۳۰۰ ښځینه خبریالانو او کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې ۱۸ سلنه جوړي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، ښځینه خبریالانو او کارکونکو، د هدفي وژنو، کرونا ویروس، معاش کموالي او د رسنیو مالي ستونزو له امله له خپلو دندو استعفا ورکړې او یا یې هم دندې له لاسه ورکړي دي.

خبرپاڼه وایي، د ۱۳۹۹ کال د لومړيو شپږو میاشتو په ترڅ کې  ۱۶۷۸ میرمنو د رسنیو په بیلابیلو برخو کې کار کاوه چې اوس مهال داشمېر ۱۳۷۷ ته راټیټ شوی دی او ۱۸سلنه کموالی ښیي.

د دغې کمېټې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ۱۳۷۷ ښځینه کارکونکو څخه یوازې ۳۲۱ یې خبریالانې دي او پاتې نورې د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

 سرچینه دغه راز زیاتوي چې نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل په ګډون د افغانستان په پنځو نورو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله او کارکوونکې شتون نه لري.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې زیاته کړې، چې په روان کال کې د رسنیو۴ ښځینه کارکونکې په مستقیمو بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي چې دې کار په ټول افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر کار منفي اغیزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکی د نا څرګندو وسلوالو برید کې ووژل شوې او د خلکو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...