یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کواکس نړیوال ایتلاف د کورونا ضد واکسین مرسته کابل ته راورسېده

د کواکس نړیوال ایتلاف د کورونا ضد واکسین مرسته کابل ته راورسېده

تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) د کوویډـ ۱۹ ضد هغه واکسین لومړني څو لکه ډوزه نن کابل ته ورسیدل چې چې کواکس نړیوال ایتلاف یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د استرازینیکا ۴۶۸ زره ډوزه واکسین د هند له ممبیي ښار څخه په یوه الوتکه کې نن د کابل هوایي ډګر ته راورسیدل.

د خبرپاڼې له مخې افغانستان د جنوبي آسیا د هیوادونو لومړنی هیواد دی چې د کواکس له خوا دغه واکسین ترلاسه کوي.

کواکس چې د نړۍ له بې وزلو هیوادونو سره د واکسین مرسته کوي، له افغانستان سره یې د درې ملیون ډوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.

په افغانستان کې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ ضد د استرازینیکا د هغه واکسین د تطبیق بهیرله یوې مودې راهیسې پیل شوی چې پنځه لکه ډوزه هند افغانستان ته ورکړي دي.

تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې چین هم له افغانستان سره د کورونا ضد څلور سوه زره ډوزه واکسین مرستې ژمنه کړې ده.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روانې حوت میاشتې په لسمه د روغتیا وزارت له سرپرست وحید مجروح سره په لیدنه کې وویل چې هېواد به یې ډېر ژر له افغانستان سره د کورونا ضد واکسین مرسته وکړي.

چین افغانستان ته ۴۰۰ زره دوزه کورونا ضد واکسین ورکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب