یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین افغانستان ته ۴۰۰ زره دوزه کورونا ضد واکسین ورکوي

چین افغانستان ته ۴۰۰ زره دوزه کورونا ضد واکسین ورکوي

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۰) د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چین له افغانستان سره د کورونا ضد څلور سوه زره دوزه واکسین مرستې ژمنه کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن د روغتیا وزارت له سرپرست وحید مجروح سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر له افغانستان سره د کورونا ضد واکسین مرسته وکړي.

روغتیا وزارت زیاتوي چې چین څه موده وړاندې له افغانستان سره د دوه سوه زره دوزه کورونا واکسین مرستې ژمنه کړې وه خو د روغتیا وزارت په غوښتنه یې دغه شمېر څلور سوه زرو ته لوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت دغه راز زیاتوي چې وانګ یو ټینګار کړی دی چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند له لوري افغانستان سره د مرسته شويو کرونا ضد ۵۰۰ زره دوزه واکسینو د تطبیق لړۍ پیل شوې چې لس زره دوزه به یې لوړپوړو چارواکو او پاتې نور ملي ځواکونو، طبي کارمندانو او دغه راز خبریالانو ته تطبیق شي.

1 COMMENT

  1. ښه خبر دی ، خو د خبریالانو پرځای که نوموړی واکسین په لومړۍ مرحله کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو ته اختصاص ورکړل شي ، ګټه او مفیدیت به یې زیات وي .
    بریال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب