Home+امریکا درېم یو ځل پیچکاري کېدونکي واکسین ته اجازه ورکړه

امریکا درېم یو ځل پیچکاري کېدونکي واکسین ته اجازه ورکړه

تاند(یکشنبه، د حوت۱۰) د امریکا د درملو او خوراکي موادو ادارې له کورونا سره د مبارزې لپاره د جانسن انډ جانسن واکسین ته د تطبیق اجازه ورکړه.

دا په امریکا کې د کورونا وایرس ضد درېم واکسین دی چې د متحدو ایالتونو د درملو او خوراکي موادو اداره یې رسماً تاییدوي.

د جانسن انډ جانس ایف ډي اي واکسین ځانګړتیا دا ده چې د کورونا وایرس د ټولو ډولونو مخه نیسي او د نورو په شان په دوو پړاوونو کې نه پیچکاري کېږي بلکې یو ډوز یې کفایت کوي.

د مودرنا او فایزر انډ بیو این ټیک واکسینونه تراوسه ډېر بریالي ثابت شوي او نژدې ۵۰ ملیونو امریکایانو ته تزریق شوي خو باید هر څوک دوه ځلې واکسین شي.

د جانسن انډ جانس واکسین په اړه ازمېښتونه ښيي چې د کورونا په مخنیوي کې ۸۵ سلنه بریالی دی.

جانسن انډ جانسن کمپنۍ تراوسه پورې د امریکا له حکومت سره د ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین قرارداد کړی دی.

بریتانیا، کاناډا او اروپايي اتحادیې هم جانسن انډ جانسن ته د ۵۰۰ ملیون ډوزه واکسین فرمایش ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...