کیمیاګر د یوه ناول نوم دی. لیکونکی یې پاولوکویلو او د خدای بخښلي پوهندوی باز محمد ساپي له خوا په خوږه پښتو ژبه ژباړل شوی دی. ناول ډیره په زړه پورې کیسه لري، ځکه چې د پاولو پلار غوښتل چې زوی يې انجنیر شي خو زوی يې غوښتل چې لیکوال شي. یوه ورځ يې مور ورته وویل، ته غواړې چې لیکوال شې آیا د لیکوال په هکله معلومات هم لرې؟ ده ورته وویل، مورې لیکوال عینکې په سترګو کوي، ویښتان نه ږمنځوي او د خلکو په ژبه ښه پوهیږي.
مور او پلار يې فکر وکړ چې زوی يې روحي ناروغ دی. په روغتون کې يې بستر کړ، له روغتون څخه وتښتید او د پلار په خوښه د حقوقو په پوهنتون کې شامل شو، خو یو کال وروسته يې پوهنتون پریښود او د اروپايي، اسيايي او افريقايي هيوادونو په سفر ووت. په ۱۹۶۷ م کال په برازیل کې بندي شو، له بنديخانې وروسته يې په کلیسا کې د عبادت لاره ونیوله او تر څنګ يې په ليکوالۍ بوخت شو. لومړی کتاب يې په ۱۹۸۶ م کال کې ولیکه او کال لا تیر نه و چې شهرت يې نړیوال شو.
لیکوال په دې ناول کې ډاډ ورکوي وايي، هر څوک چې له زړه نه څه وغواړي او کلک هوډ ولري، بې له شکه يې لاس ته راوړلای شي، ځکه چې هم به يې لوی څښتن تعالی مرستندوی وي او هم به ټول کائنات د ده په حق کې دعا کوي.
ده د هغه هلک په هکله ناول ولیکه چې هغه د هغې پټې خزانې د لاس ته راوړلو هوډ وکړ چې په خوب کې ورته یوه کوچني هلک وویل چې په قسمت کې دې خزانه ده. دی پوهېده چې مزل اوږد او ستونزمن دی، خو په خپل قسمت پسې روان شو.
د پلار، مور او خپلوانو يې دعا واخیسته او له خپلې معشوقې جلا شو. د یوه کتاب، یوه جمپر او یوه ډانګ او څو میږو سره د بيديا پر لوري رهي شو. ډیرې ستونزې يې وګاللې، د مرګ ګواښونه يې وزغمل، خو له هوډه وانه وښت او په خپلو موخو پسې چې د خزانې لاس ته راوړل و، رهي او په لټون شو.
کیسه اوږده، خو تر څنګ يې خوندوره ده. وايي، کیمیاګر ته یو لاروی بې پوښه کتاب ور کړ، خو لیکوال يې اسکار او یلد و .
کله چې ده د کتاب څو پاڼې واړولې، ويې لوستل چې یو ښکلی ځوان به ټوله ورځ د يوې ويالې پر غاړه ناست و، د خپلې ښکلا ننداره به يې کوله. یوه ورځ په ویاله کې ولوید او مړ شو. څه وخته وروسته هلته یو د نرګس ګل را شین شو چې هغه همدغه ځوان و. د دې ځوان نوم سانتیاګو و. د کتاب لیکوال کیسه داسې اوږدوي.
سانتیاګو به د ورځې خپلې میږې ورشو ته بیولې او ماښام به يې په یوه زړه کنډواله کې پنډولې. هره ورځ يې همدا کار و. دوه کاله پرې تیر شول. له ټولې بيديا سره ښه بلد شو. د میږو په ژبه هم پوه شو. هره میږه به يې په نامه یادوله. میږو به هم د ناز په ډول کله نا کله دی زوراوه. دی به ورته خوشحاله و. ویل به يې په میږو ځکه ګران یم چې هره ورځ يې ښو شنو ځايونو ته بیایم، ده به ویل، د میږو سره خو یوازې د ګېډې غم دی. زموږ په څیر خو نه دي چې د سلو غمونو تر څنګ د عاشقۍ غم يې لا سربری وي، ځکه ده د يوې انجلۍ سره ملګرتيا هم لرله.
یو ماښام ستړی ستومانه کنډوالې ته راغی میږی يې پندې کړې او ویده شو. سهار وختي په خوب کې یو کوچنی ور ته راغی او ورته يې وویل، د مصر د اهرامونو تر څنګ خزانه ښخه ده لاړ شه او هغه خزان خپله کړه. د خوبه راویښ شو، چرت يې ډیر خراب و، ټوله ورځ د خزانې په فکر کې و. کله به يې ویل دا هسې خوب دی او کله به يې ویل چې راځه میږې خرڅې کړه او په خزانه پسې لاړ شه.
پریکړه يې وکړه چې راځه لومړی له یوه چا څخه د خپل خوب د تعبیر پوښتنه وکړه او بیا به په خزانه پسې لاړ شم. ده له ځان سره وویل ژوند هلته خوندور وي چې خوبونه يې په حقیقت بدل شي. له دې وروسته د تاريف ښار ته لاړ چې هلته له يوې بنګړیوالې څخه د خپل خوب د تعبیر پوښتنه وکړي. بنګړیوالې ورته وویل په دې شرط به ور ته تعبیر وکړي چې کله يې خزانه لاس ته راوړه لسمه برخه به دې ته ورکوي.
ده ومنله او بنګړیوالې ورته د لاس کرښې ښکته پورته کړي او ورته يې وویل که کلک هوډ وکړي خزانه به هرو مرو په لاس راوړي او دا خوب دې دوه ځلې لیدلی دی. هک پک شو نور هم هیله من شو چې کله بنګړیوالې ورته وویل چې خوب دې دوه ځلې لیدلی دی. خو بیا هم په دوو کې و، باور يې نه کاوه چې خزانه به لاس ته راوړي که نه، د خپلو مېږو په فکر کې شو، له ځان سره يې وویل چې راځه لومړی ګیډه مړه کړه بیا به میږو ته ورشم. يوې کافی ته ننوت، یو څه يې د خوړلو له پاره راوغوښتل. وروسته يې د کتاب په لوستلو پیل وکړ. په څنګ يې یو زوړ سړی ناست و، له ده يې کتاب وغوښت، او بیا يې ورته وویل، په دې کتاب کې ټول درواغ لیکل شوي دي، ځکه دلته وايي چې هر څه په قسمت پورې تړلی دي، دوی د انسانانو هڅو ته په درنه سترګه نه ګوري.
ده ته يې وویل، که یو څوک کلک هوډ وکړي او زیار وباسي خپل قسمت په خپله جوړولای شي. سانتیاګو فکر وکړ چې دا سړی بې له څه، نه دی. خپله کیسه يې ورته وکړه، سړی ورته وویل که د خپلو میږو لسمه برخه ماته راکړې زه به درته لاره وښیم. دی زړه نا زړه شو خو لاړ او شپږ میږې يې ورته راوستي. سړي ورته وویل، کومه پرېکړه چې دې کړې ده په کلک عزم ور پسې لاړ شه، حتما به بريالی کیږې او د لارې نښې يې هم ورته وښودلي.
دی لاړ میږې يې خرڅې کړې او بیرته د شپې د تیرولو له پاره هوټل ته راغی، دلته د یوه عرب سره مخ شو، هغه ترې د پیسو بټوه پټه کړه او دې په غمونو کې ډوب شو. فکر يې وکړ چې څو ټانګې پیدا کړي چې بیرته کور ته لاړ شي خو د سپین ږیري خبرې ور په یاد شوي چې ټینګ عزم د بریا لاره ده.
وږی تږی لاړ د یوه دکاندار سره مزدور شو، یو کال يې ور سره کار وکړ یو څه پیسې يې وګټلي بیا يې د یوه غره پر سر د دکاندار سره یو ځای د چای خونه جوړه کړه، ډیرې پیسې يې وګټلې.
له ځان سره يې وویل چې راځه بیرته میږې واخله او خپله شپنې پیل کړه. بیا د سپینږیري خبرې ورپه یاد شوي چې پرېکړه دی وکړه بیا نو ملا ور ته وتړه. بیرته د خزانې په فکر کې شو، اوس نو په عربي ژبه هم بلد شوی و، له دې ځایه د مصر پر لوري کاروان روان و، دی هم ور سره ملګری شو. په لاره يې ډیر مشکلات وګالل. خو په کاروان کې له یوه کیمیاګر سره چې انګریز و ملګری شو چې هغه هم د ده په څیر په يوه دوه سوه کلن کیمیاګر پسې راوتلی و، چې له هغه څخه خپل د کیمیا علم پوره کړي. په لاره به يې د انګریز سره خبرې کولي، یوه ورځ ده ورته وویل چې زه د راتلونکي په فکر کې یم او په هغه څه پسې را وتلې یم چې راتلونکی ژوند پرې جوړ کړم. انګریز ورته وویل زه په تیر او راتلونکی عقیده نه لرم زه یوازې د نن له پاره ژوند کوم.
زما له پاره ژوند همدا نن ورځ دی، هر څه چې کوم باید همدا نن يې وکړم. له ډیرو کړاوونو وروسته دوی د ازیس ښار ته ورسیدل. په دې ښار کې د دوو قبیلو تر منځ د جنګ له امله تم شول. کیمیاګر به په کیمیا پوه پسې لټون کاوه او سانتیاګو د يوې جلۍ سره اشنا شو.
د جلۍ نوم فاطمه و، هغې هم غوښتل چې له ده سره ملګرې شي. د دوه ټبرونو تر منځ جګړه اوږده شوه. یوه ورځ دی دښتې ته لاړ، څرنګه چې ده شپني کړې وه او په دښته کې يې پوره تجربه لرله، داسې نښې نښانې يې وليدلې چې د يوې قبيلې جنګیالي پر دې ښار یرغل کوي. ده دغه خبر د دې ښار د مشر تر غوږو تیر کړ. هغه ورته وویل که دا خبر درواغ شو، ستا جزا به مرزندۍ وي او که رښتیا شو ستا ډالۍ به ۵۰ زره سکې وي.
کله چې دوی یو وسله وال جنګيالي ونیوه، له دې وروسته يې جنګیالی مرزندۍ او سانتیاګو ته يې ۵۰ زره سکې ور کړي. نور نو سانتیاکو د خزانې په فکر کې نه و، یوازې د فاطمې په هکله يې فکر کاوه او له ځان سره ویل چې د فاطمې سره به واده وکړم، میږې به راونیسم او ښه ژوند به جوړ کړم. په همدې چرتونو کې و چې ناڅاپه په هغه کیمیا پوه ور برابر شو چې انګریز کیمیاګر ور پسې سرګردانه ګرځیده. کیمیا پوه د ده فکر بیرته د خزانې پر لوري را واړوه.
ده ته يې وویل، کله چې دې پریکړه وکړه هغه باید عملي کړي او عملي کول يې یواځې په کلک هوډ پورې اړه لري. ته به دلته د باغونو، میږو او اوښانو خاوند شي او د فاطمي سره به واده هم وکړي، خو هغه موخې ته به نه وي رسیدلای چې ته ور پسې سرګردانه وي. بیا به هم افسوس کوي چې ولې په خزانه پسې لاړ نه شوې. کله چې ده د کیمیاپوه خبرې واوريدې او د فاطمې خبرې هم ورته په یاد شوې چې زه د دښتې لور یم ټول ژوند به ستا په انتظار وم، خپل هوډ چې د خزانې لاس ته راوړل دي تر سره کړه.
سانتیاګو د کیمیا پوه سره همغږی شو او د کیمایوه څخه يې هیله وکړه چې ده ته مصر ته د تلو لاره وښيې. دی له څلورو میاشتو وروسته د کیمیا پوه سره د مصر په لورې رهی شو.
دوی به شپه او ورځ منزل واهه، یوه ورځ يې کیمیا پوه ته وویل چې ولې تاته کیمیاګر وايې او ولې نور کسان له ډیر کلونو وروسته هم کیمیاګر نه کیږي؟ کیمیاګر ورته وویل ځکه راته کیمیاګر وايي چې زه کیمیاګر یم، دویم دا چې هغوی یوازې طلا لټوي کله يې چې پیدا نه کړي نو بیا کیمیا ته شا کړي. بله دا چې دوی طلا ته د رسیدو په لاره پسې نه ګرځي خو طلا غواړي.
سانتیاګو په دښته کې ډیر ستړی شو، فکر يې وکړ چې پیسې لرم، معشوقه لرم ولې بیځایه په خزانه پسې چې معلومه هم نه ده روان یم. کیمیاګر ورته وویل ته هغه کار کوه چې زړه دې درته وايي. زړه دې وايي چې په خزانه پسې لاړ شه نو همغه لار ونیسه او دوه زړی مه کیږه.
دوی په دښته کې ډیرې ستونزې وګاللې، د جنګیالیو سره مخ شول، په مرګ وګواښل شول. پیسې ترې جنګیالیو واخیستلې، خو کله به چې دې د خزانې د موندلو څخه د تیریدو په فکر کې شو کیمیاګر به ورته وویل، په ژوند کې هغه څوک بریالی وي، چې خپلو هڅو ته په پرلپسې توګه دوام ورکوي.
ځینې کسان ولې خپلې مینې ته نه رسیږي، ځکه چې کله خپلې مینې ته نږدې شي ستړی شوي وي، په ګونډو شي او د دې پر ځای چې یوازې یو قدم نور پرته کړي، ځان ناکامۍ ته تسليموي.
کیمیاګر ورته وویل، ته هم اوس په همغه حالت کې يې که دې ګونډې ووهلې خپله مینه چې خزانه ده لاس ته نه شي راوړلای او که یو قدم نور پر مخ لاړې هر څه به لاس ته راوړي. سانتیاګو بیا قوت واخیست او د خزانې د موندلو هوډ يې نور هم غښتلی شو. اوس نو هغه وخت رارسیدلی و، چې د مصر اهرامو ته دوه ورځې لاره پاته وه.
کیمیاګر له ده رخصت واخیست او ده ته يې وویل چې اوس د مصر اهرامونه ډیر نږدې دي ورشه او خپله خزانه تر لاسه کړه او هغه ځای وسپړه، چیرې چې ستا له سترګو اوښکې تويې شي.
سانتیاګو روان شو وروسته له دوه ورځو د مصر اهرامونو ته ورسید. د خوښئ يې وژل او له سترګو يې اوښکې تويې شوې. د اوښکو په ځای کې يې په کيندلو پيل وکړ تر سهاره يې ډیرې خاورې يوې خوا بلې خواته واچولي خو هیڅ هلته نه وه. یو وخت ګوري چې څو تنه جنګیالي چې له جګړې را تښتیدلي وو د ده سر ته ولاړ دي.
له ده يې پوښتنه وکړه چې څه کوي، دی ورته چپ و. ډیر يې ووهلو کله چې د مرګ غاړې ته ور نږدې شو ويې ویل، چې خزانه لټوم او خپل خوب يې ورته تیر کړ. د جنګیالیو مشر وخندل او خپلو ملګرو ته يې وویل دا احمق خوشې کرئ.
که دا احمق نه واي له دومره لیرې ځایه به په خوب پسې نه راتلو. که زه هم د ده په څیر احمق وای ما به هم په هغه خوب باور کړای وای چې دوه کاله مخکې مې څو واره ولیده. ماته يې په خوب کې وویل چې اسپانیا ته لاړ شه هلته په زړه کلیسا کې چې شپانه په کې میږي پنډوي د وښو لاندې خزانه ده. خو زه د ده په څیر احمق نه یم چې په خوب پسې به روان وم.
سانتیاګو دا هر څه واوریده او بیرته د اسپانیا پر خوا روان شو. کله چې کلیسا ته ورسیده ګوري چې کلیسا په همغه څیر چې ده په کې میږې پنډولې پرته ده.
بيلچه يې راواخیسته هغه ځای يې وکینده چې د جنګیالیو مشر په خوب کې لیدلی و. ګوري چې یو لوی صندوق له قیمتي ډبرو ډک هلته ښخ دی. دا يې را وویست لسمه برخه يې بنګړیوالې ته ورکړه او نور يې له ځان سره وویل:
چې غوټې پسې وهي په لاس به در شي
چا ویل چې په درياب کې ګوهر نشته
او یا دا چې:
نابرده رنج ګنج میسر نمی شود
مزد ان ګرفت جان برابر که کار کرد
له ټولې کیسې موخه دا وه چې د کلک هوډ په مقابل کې هیڅ شی مانع نه شي کیدلای. وايي چې پریکړه دې وکړه بیا يې مه پریږده، که غر پر مخ درغی شاو خوا يې لار ولټوه او که نه و سوری يې کړه. په هر څه کې د لټون پیل ښه وي خو وروسته په هوډ پورې اړه لري، ځکه وايي چې په هره تیاره پسې رڼا وي.
مننه له حوصلې مو