جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ریللارې ادارې تخنیکي ډله د تجهیزاتو د پېرلو لپاره...

د افغانستان د ریللارې ادارې تخنیکي ډله د تجهیزاتو د پېرلو لپاره روسیې ته ځي

تاند (یکشنبه د حوت ۱۰) روسیې په افغانستان کې د ریللارې پراختیا برخه کې هر اړخیزې همکارۍ او پانګونې ته چمتووالی وښوده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو له مرستيال وزیر، الکساندر نیکلایویچ موروزوف سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګري همکاریو په هکله ناسته وکړه او په دې برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

ددغه وزارت په بیان کې راغلي، په دې لیدنه کې ښاغلي اتمر د مزار –کابل –پېښور –تورغنډۍ –هرات او امام نظر –اقیینه په ګډون د ریل پټلیو پروژو ته په اشارې وویل چې د دې پروژو په پلي کیدو سره به روسیه د مرکزي اسیا او افغانستان له لارې سویلي اسیا سره ونښلول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې تخنیکي ډله به ډېر ژر د تجهیزاتو پیرلو او د کارمندانو د روزنې په ګډون د همکارۍ په هکله، روسیې ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه رسمي سفر روسیې ته تللی او هلته یې د کوربه هېواد له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب