Home+امریکا کې یو ځوان له کاره د پټېدو لپاره ځان خپله...

امریکا کې یو ځوان له کاره د پټېدو لپاره ځان خپله تښتولی و

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۰)  راپورنه وایي، د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه د امریکا په ایرزونا ایالت کې د سولز په نوم یو ۱۹ کلن هلک د پولیسو بیړنۍ شمېرې ته زنګ ووهه، پولیسو ته یې د خپلې تښتونې په اړه راپور ورکړ چې ګواکې دوه مخ پټو کسانو تښتولی دی.

راپورونه زیاتوي چې دې ځوان پولیسو ته ویلي چې تښتوونکو یې پښې – لاسونه تړلي او داسې ځای کې دی چې معلومات ورته نشته.

سرچینه وایي، پولیسو د موبایل موقعیت تر پیدا کولو وروسته هغه سیمې ته ځان ورساوه؛ خو کله چې ورسیدل هلک یوازې پروت و او هیڅوک ورسره ونه لیدل شول.

دې هلک پولیسو ته د دوه مخ پټو کسانو یادونه کړې وه او ورسره یې دا هم ویلي و چې د دوی د خرڅ شوي کور پیسې هم دغو خلکو له ځان سره وړي او دی یې دلته غورځولی پریښی دی.

خو د پولیسو تر څیړنو وروسته معلومه شوه چې دې هلک ځان خپله تښتولی او هیڅوک د ده په تښتونه کې ښکیل نه دي.

پولیسو دا هم ویلي چې دغه هلک د ټايرونو په یوه دوکان کې کار کوه او نور یې نه غوښتل دغه دوکان او کار ته لاړ شي نو دا ډرامه یې جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...