جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد جرمني دفاع وزیره: که ضرورت شي افغانستان ته به نور پوځیان...

د جرمني دفاع وزیره: که ضرورت شي افغانستان ته به نور پوځیان ولېږو

تاند(یکشنبه، د حوت۱۰) د جرمني دفاع وزیره وايي، که د افغانستان امنیتي وضعیت ناببره خراب شي، ممکن هیواد یې افغانستان ته نور پوځیان واستوي.

انګریت کرامپ کارین باویر ډوچې ویلې ته وویل، په افغانستان کې د جرمني مېشت ځواکونه، چې اوس یې شمېر ۱۳۰۰ ته رسېږي، باید د راتلونکو څو میاشتو لپاره کافي وي خو که د افغانستان امنیتي وضعیت نور ترینګلی شو، ښايي نور پوځیان ولېږي.

«هاله موږ باید د یومخ نوي ماموریت په اړه خبرې وکړو.»

اغلې باویر د جمعې په ورځ (حوت ۸) افغانستان ته په نااعلان شوې سفر راغلې وه.

دې مخکې ویلي و، سره له دې چې د طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم امریکايي پوځیان باید له افغانستالنه ووځي خو د دې هیواد شرایط او د سولې لرلید ښيي چې نړیوال ځواکونه باید تر دې ډېر وخت په افغانستان کې پاتې شي.

جرمني، امریکا او ګڼو نورو لوېدیځو هیوادونو طالبانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ویلي، تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، دې هیواد ته شا نه شي اړولی.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت د جنورۍ تر ۳۱ پورې تمدید کړ. د دغه هیواد اوسنی ماموریت د مارچ په ۳۱ پای ته رسېدو. په افغانستان کې د جرمني پوځیانو، چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوځ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روزي یا مشورې ورکوي، د فدرالي پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د جرمني اکثره پوځیان د افغانستان په شمال کې دي او دفاع وزیره یې هم لومړی مزارشریف ته لاړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب