یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیوناما: افغان ښځې دې د مبارزې لپاره راپورته شي

یوناما: افغان ښځې دې د مبارزې لپاره راپورته شي

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۸) په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یا یونما د سولې په بهیر کې د ښځو رول مهم وګاڼه او د سولې په روانو مذاکراتو کې یې د ښځو د ونډې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په یوه اعلامیه کې د سولې روانې خبرې د ښځو لپاره یو فرصت ګڼلی او لیکلي یې دي، چې د سولې په مذاکراتو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي، څو پکې له خپلو وړتیاوو استفاده وکړي.

په افغانستان کې د یوناما مشرې «دیبرا لاینز» ویلي، چې د سولې په خبرو کې دې افغان ښځې رامخته شي، چې د اسلامي جمهوریت او خپلې ټولنې ښه استازیتوب وکړای شي.

په دې اعلامه کې زیاته شوې، چې که افغانې ښځې له نارینه‌وو سره اوږه په اوږه ودرېږي، نو افغانستان به له هر ډول ناورین سره مبارزه وکولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن دوشنبه (د مارچ ۸مه) د ښځو نړیواله ورځ ده او دا ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب