جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: امریکا افغان سولې ته بیړه لري، نباید اشتباه وکړو

عبدالله عبدالله: امریکا افغان سولې ته بیړه لري، نباید اشتباه وکړو

تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی، نو ځکه باید حکومت او سیاسیون د سولې په برخه کې د امریکا بیړه درک کړي.

ددغې شورا مشر عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې د مارشال فهیم د اووم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن له لوري ور رسېدلي لیک ته په اشارې وویل چې امریکا د افغان سولې په برخه کې بیړنۍ ده او سیاسیون باید دا موضوع درک کړي.

نوموړي وویل، «افغانستان په یوه حساس پړاو او ازمویښت کې دي، له یوه طرحه ټول سوله غواړي او له بلې په دې برخه کې بیړه ده، چې زموږ په کنټرول کې نه ده.»

عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا له هڅو مننه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې افغانستان له سیاسي، نظامي او نړیوال لحاظه په پېچلي، بحراني او حساس وضعیت کې قرار لري.

هغه زیاته کړه چې کابل هره ورځ د یوې بدې پېښې شاهد وي، خلک خپل ماشومان ښوونځیو ته په ارام زړه نه شي پرېښودلی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د جمهوریت د ملاتړو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان له یوې ډېرې سختې ازموینې سره مخامخ دي او په دې حساسو شرایطو کې نباید اشتباه وشي.

عبدالله د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړه چې د افغانستان د راتلونکې په هکله د نورو اقداماتو تصمیم باید مشران او خلک ونیسي.

نوموړي وویل، «زه د امریکا د لیک دفاع نه کوم، خو آیا د افغانستان د خلکو لپاره باعزته او تل پاتې سوله عاجله اړتیا نه ده، هغه څه چې په دې لیک کې ویل شوي، ډېر د بحث وړ نه دي، نو ځکه باید د هېواد مشران او سیاسیون تصمیم وینسي، چې سوله غواړي که نه، که چېر د ټاکنو مساله مطرح وي، نو ټاکنې باید په ټاکلې نېته وشي، خو په اوسنیو شرایطو کې نه شو کولی په درې میاشتو کې ټاکنې تر سره کړو.»

د ملي روغې جوړې شورا مشر ټینګار وکړ، چې نه باید نور څوک له بهرنیو شکایت وکړي، چې ښه دي، که بد خو خپلې کړنلارې باید وسنجوي او پرېکړې وکړي.

په دې ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د امریکا له خوا ولسمشر غني ته د لېږلي لیک سره ښکاره مخالفت وښود.

ښاغلي صالح وویل، دوی سوله غواړي او سولې ته جدي اراده لري، خو داسې سوله چې د افغانستان د خلکو عزت په کې خوندي نه وي، د رایې حق ترې اخستل شوی وي، امرانه او فرمایشي سوله وي نه مني او نه به هم د ۳۵ میلیونه انسانانو په برخلیک له ۲۰ کسانو سره کومه معامله وکړي.

1 COMMENT

  1. ای غلامه ای افسوس دی وی پرتا بی عقله !
    امریکا نه وځی /هغه به دلته وی خو لبغاړی به بدل سی / هغوی ته تاسی هیڅ اهمیت نلری/ اوس به تاسی اړباسی چی کډ حکومت جوړ کړی د آمر صاحب تر امر لاندی یا به تاسی لری کوی او نور (ط) به حکومت جوړ کړی د آمرصاحب تر امر لاندی . ددی دلیل دادی چی ستاسو او ستاسو دمخالیفینو پر اوږه ددوی وسله پرته ده مثال: دا اوردو افسر و خپل مشر افسر ته خدمت کوی هغه مشر و مشر ته تر وزیره او ریس ج ته اما ریس چاته خدمت او راپور ورکوی ؟((ضرورت نسته چی وی لیکم)) طالب عسکر و خپل مشر طالب ته تر ملا و حاجی ملا تر ملا هیبتالله پوری بیاهغه وچاته خدمت کوی او راپور ورکوی؟ بلی آی اس آی ته او آی اس آی و ام آی ۶ او سی آی ای ته نو دا معلمه شوه چی د دواړو پر اوږه دهغوی وسله ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب