چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeمقالېطالبانو ته د بلېنکن په استول شوي لیک کې څه راغلي؟

طالبانو ته د بلېنکن په استول شوي لیک کې څه راغلي؟

عبدالمنان توحیدیار

هغه لیک چې د خلیلزاد د سفر پرمهال کابل کې افغان حکومت ته سپارل شوی او ځینې غوښتنې پکې شوي دي، همداسې یو لیک خلیلزاد په خپل سفر کې دوحه کې د طالبانو سیاسي پلاوي ته هم سپارلی دی.

د افغان حکومت ته سپارل شوي لیک کې د سولې پروسې په چټکتیا ټینګار شوی چې په همدې تړاو به ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې غونډه جوړه شي.

طالبانو سره سپارل شوي لیک کې بیا له طالبانو په جدي ډول غوښتل شوي چې له امریکا سره شوې هوکړه کې دې پر کړو ژمنو عمل وکړي.

له طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیک کې غوښتل شوي چې د سولې خبرو پروړاندې دې ټول خنډونه له منځه یوسي او د جمهوریت له پلاوي سره دې خبرو ته کیني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران او روسیې ته د طالب پلاوي سفرونو سخت غوصه کړي او لیک کې یې په واضح ټکو ورته ویلي چې نور دې د بهرنیو ښکاره او پټو سفرونو پر ځای د سولې په میز بحثونو ته دوام ورکړي.

دا چې طالبانو د امتیازاتو لپاره جګړه چټکه کړې د امریکا او ناټو پرې پام دی چې له هوکړې سرغړونه کوي، له همدې کبله له طالبانو غوښتنه شوې چې لنډمهالی درې میاشتنی اوربند دي وکړي او د بحثونو په دوام دې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

دا چې له امریکا سره هوکړه طالبانو د فتحې په نوم یاده کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې طالبانو ته وریاده شوې چې د امارت فکر دې له سر څخه وباسي او د جمهوریت  په چوکاټ کې دې انتخابات ومني.

دفاع وزارت په دې وروستیو کې کاپيسا ولایت کې د القاعده ډلې یو شمېر غړي ووژل چې د طالبانو په لیکو کې یې فعالیت کو، دا له هوکړې ښکاره سرغړونه یاده شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیک کې له طالبانو غوښتي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت په تړاو دې امریکا ته وضاحت ورکړي.

دا لیک چې درې مخه دی له طالبانو ډيرې زیاتې غوښتنې شوي چې باید جدي پام ورته وکړي او که دا ژمنې عملي نه کړي، نو د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون به فسخه کړي.

طالبان مجبور دي چې له امریکا سره د شوې هوکړې په اساس باندې هغه غوښتنې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کړي دي، ومني.

دا لیک د طالبانو تر بحثونو لاندې دی، خو له خپلو وسله والو او نظامي مشرانو څخه یې پټ ساتلی دی چې کوم جنجال ترې جوړ نه شي.

طالبان اوس په دوه لارې کې پاتې دي چې څنګه کولی شي هم امریکا خوشحاله کړي او هم خپل نظامي قومندانان او وسله وال.

2 COMMENTS

  1. هیله مو داده چې تاند خپل ناپېيلی دریز غوره کړي. ځکه هغه وخت به د یوه ملي خبري یا اطلاعاتي نماد په سترګه ورته و کتل شي.

    زه په دې نه خوابدی کیژم چې د تاند ځيني نوکاره همکاران ولي کله ناکله خبرونه له خپل میل سره سم سیقلوي او د نړۍ په سطه فاسد نظام راته سپينه کوتره معرفي کوي یا هم له طالب جان سره سرګردانه تربګني پالي. خوابدی پردې یم چې پر لوستونکو څله د احمق ګومان کوي، خصوصا په هغو چي له مسایلو سره زیاته بلدتیا لري.
    تاند ته پکارده چې په دې خاصه تاریخي مرحله کښي د ملي ګټو له مخي د اطلاعاتو په رسولو کې خپل بارز رول و لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب