Homeخبرونهایران: د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوو

ایران: د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوو

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۸) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې هېواد یې له افغان دولت سره دوستانه اړیکې لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي.

خطیب زاده زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلې هڅې کړې دي خو له بده مرغه چې مثبته پایله یې نه ده لرلې.

نوموړي یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر کمښت او د ډیپلوماسي له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

خطیب زاده څرګنده کړې چې دوی تر اوسه د افغانستان په اړه د جوړېدونکې ګډې ناستې په تړاو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له کوم هېواد یا بنسټ څخه بلنلیک نه دی ترلاسه کړی.

هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به له ملګرو ملتونو وغواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د افغانستان په اړه یوه ناسته راوبولي څو د افغان سولې په تړاو پر یوه معقوله حل لاره خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي دوی له ټولو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او ددې موخې لپاره به ټول انتخابونه ازمايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې افغان چارواکو ته د انتوني بلینکن لیک نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی خو ټینګار یې کړی چې دوی تر مې میاشتې وروسته د سرتېرو پر حضور تر دې دمه هوکړه نه ده کړې.

سرچینې ویلي چې امریکا د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې ده او هڅه کوي د سولې روان بهیر ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...