شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهصالح: د حقانیه مدرسې ملایان دې موږ ته د مسلمانۍ سند نه...

صالح: د حقانیه مدرسې ملایان دې موږ ته د مسلمانۍ سند نه راکوي

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۸) امرالله صالح ویلي له ۱۰۰۰ کالو څخه ډېر وخت کېږي چې مونږ مسلمانان یو، اوس دې د حقانیه مدرسې یو څو ملایان موږ ته د مسلمانۍ سند نه راکوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغانان په زرګونو کاله کېږي چې مسلمانان دي او تر هر چا یې اسلام ښه عملي کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د حقانیه مدرسې یو څو ملایان دې افغانانو ته اسلام نه ښایي او نه دې هم د مسلمانۍ سند ورکوي.

صالح دغه راز د سولې په تړاو وویل: «د پاکستان د حقانیه مدرسې له خوا د سولې چمتو شوې هوکړه باندې به هیڅ وخت لاسلیک ونکړي.»

نوموړي د امریکا له لورې ولسمشر ته د لېږلي لیک په تړاو زیاته کړه: «دا لیک یې ترلاسه کړی دی خو دا لیک د افغانستان برخلیک نه شي پرېکړه کولای، موږ یو ملت لرو او داسې سوله به غواړو چې د افغانستان د خلکو راتلونکی په کې خوندي وي او هر څوک وکولای شي چې رایه ورکړي او پر ټاکنو معامله ونشي.»

صالح افغانستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه وویل هم خبرې لرلې او وې ویل: « موږ د خلیلزاد له لورې راوړل شوې طرحه باندې خبرې وکړې او خلیلزاد ته مو وویل چې پاکستان او طالبان سره یو دي او داسې سوله موږ نه غواړو چې  په هغه کې ټاکنې نه وي، موږ داسې سوله غواړو چې د افغانستان د خلکو عزت په کې خوندي وي او هیڅ بهرنی هېواد په کې لاس وهنه ونه کړي.

صالح یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې په خپل دریځ ولاړ دي او هیڅ وخت به د افغانستان په ۳۵ میلیونه خلکو او ارزښتونو معامله ونکړي.

2 COMMENTS

  1. صالح ماد جانه
    خوا دي بده مه شه، ستا ټولي رایې تر اووه لس سوه کمې وې، نو له تاسره د پنځه دیرش ملیوني نمایندګې خبره بده ښکاري.

    بله خبره داچې په لوی لاس سوله مه سبوتاژ کوه، ستا د مزو او چړچو لپاره نور افغاني میرمني خپل ګلالي زامن اور ته نه شي غورځولای. سر خلاص کړه زوروره!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب