دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې دوهمه نیمه سلیزه ووهله

ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې دوهمه نیمه سلیزه ووهله

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۰)  د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او پيليز توپوهونکي ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې په دوهمه ټېسټ لوبه کې نیمه سلیزه ووهله.

نوموړى لومړنى افغان توپوهونکى دى چې د زمبابوې پر وړاندې يې په ټېسټ لوبو کې دوه پنځوسيزې وهلې دي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې افغانستان لومړى توپوهنه ترسره کوي چې ابراهيم ځدراڼ پکې په ۱۳۰ توپونو ۷٢ منډې ترسره کړې او وسوځېده.

ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په دويمه پاڼۍ کې هم نيمه سليزه يا پنځوسيزه وهلې وه.

د زمبابوې او افغانستان ترمنځ په دوهمه ټېسټ لوبه کې تر اوسه افغان لوبډلې ۱۳۲ منډې کړي او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

دمګړۍ حشمت الله شهيدي په ۳۰ او اصغر افغان په ۲ منډو توپوهنه کوي.

د يادولو وړ ده چې د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ کې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې زمبابوې په دويمه ورځ د ١٠ ويکټو په ستر توپير افغان لوبډلې ته ماته ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب