چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+شخصیت| جنرال دولت وزیري

شخصیت| جنرال دولت وزیري

د هر چا شخصت د هغه د سوچ، احساس او چلند الګو ده، چې دغه مشخصات دی له نورو جلا کوي. کله چې وایو پلانی باشخصیه سړی دی، معنی د سوچ، احساس او چلند له مخې له نورو بهتري لري.

په ټولنه کې د هر انسان مقام او منزلت د شخصيت له مخې ټاکل کېږي

تجربو ښودلې ده چې د شخصيت په جوړولو کې تعليم مرسته کولای شي، خو جوړولای یې نه شي. ځکه شخصیت ارثي اړخ هم لري، چې له ماشومتوبه په کورنیو کې تشکیلېږي.

 وايې، هغه ډېر ماهر او ښه زرګر دی، خو شخصیت نه لري. همدغه ده چې د شخصيت په جوړولو کې تر ډيره حده تربيه رول لري. تربيه په ښونځي کې نه تر لاسه کیږي بلکې تربيه چې بيا د شخصيت په جوړولو کې ستر رول لري، د کورنۍ، ټولنې او هغه ماحول حاصل دی چې انسان په کې ژوند کوي.

لکه څرنګه چې تربيه وخت ته اړتيا لري په همدې توګه شخصيت جوړونه هم وخت ته اړتيا لري او په څو ورځو کې نه جوړېږي. یو شخص که غواړي خپل ځینې ناوړه عادتونه بدل یا هم له ځانه لیرې کړي، وخت او پرله پسې خوارۍ ته اړتیا ده.

کوچنیان خوی، اخلاق، رويه او سلوک په يوه نورماله کورنۍ، نورماله ټولنه او نورمال ماحول کې تر لاسه کوي، ځکه هره ټولنه د ژوند کولو ځان­ته اصول او پرنسیبوپه لري. که دا اصول او پرنسیبونه د ښې تربيې پر اصولو برابر وو، له انسانه د لوړ شخصیت او که برابر نه وو، د ټيټ شخصیت کس جوړيږي.

په شخصیت جوړولو کې له هر څه ډېر رول آداب لري او آداب نور څه نه دي یوازې له خپلې کورنۍ سره مينه، له ګاونډيانو سره ښه چلند، له بېوزلو سره مرسته، مشرانو ته درناوی، له کشرانو سره شفقت او د ټولنې غوره دود او دستور ته په درنه سترګه کتل دي.

یو څوک په خپله په نورو په زور او جبر خپل ځان نه شي شخصیت کولای. د شخصيت له تعریف څخه معلومېږي چې د لوړ شخصیت درجه د خلکو له خوا ورکول کېږي. لکه چې ټول خلک په دې باور دي چې شخصیت هغه ارزښت او مقام دی چې د خلکو له خوا په ټولنه او خپل زړه کې يو چا ته بې له کومې تمې او فشار پرته ورکول کېږي.

شخصیت د هغو ارزښتونو مجموعي ته هم وايي چې په یوه مدني ټولنه کې د منلو وړ وي.

که په بل عبارت ورته وګورو شخصیت خپل ځان ته درناوی هم دی، ځکه که غواړئ چې خلک د لوړ شخصيت مقام درکړي، له خلکو سره ښه چال چلند وکړئ او د نورو درناوی وکړئ.

حضرت علي «رض» به ویل:

«له خلکو سره داسې چلند وکړئ چې کله مړه شئ پر تاسو وژاړي او که ترې نه ليرې شئ ستاسو د ليدلو هیله مند اوسي.»

خوشحال بابا به هم ویل:

«په ښه خوی د سړي قدر قیمت کېږي

بد خصلت سړی یا ديو دی یا پېری دی»

قلندر افریدی وايي:

«په ښه خوی باندې پردی عالم خپلېږي

په بد خوی باندې خپل واړه شي نور»

د ټولنې خصوصيات دا دي چې خپل وګړي تل ارزوي يانې شخصیت د يوې ورځې یا يوې مياشتې کار نه دی بلکې د شخصیت جوړولو له پاره اړینه ده چې پرله پسې کار وشي.

کله نا کله کېدای شي چې په يوه ورځ د کلونو حاصل له لاسه لاړ شي، ځکه وايې چې له شخصيت کېدلو څخه د شخصيت ساتل ډېر اړین او ستونزمن دي.

یو چینايي پوه لیکي:

«یو کس په سل کاله ژوند کې نه شي کولای چې لوړ شخصیت شي، بلکې په یوه ورځ کې يې بایللی شي.»

د شخصيت د ارزونې له پاره کومه اداره یا کوم انستیتیوت وجود نه لري، بلکې په دوامداره توګه د خلکو له خوا ارزول کېږي. په دې هکله څوک له چا پوښتنه هم نه کوي بلکې خلک په مستقله توګه په ټولنه کې د هر چا ځای او شخصیت ټاکي.

ډېر به مو لیدلي وي چې کله يو څوک زموږ له څنګه تېرېږي ناست کسان ورباندې خبرې کوي وايي ډېر باشخصیته سړی دی او یا هېڅ شخصیت نه لري. هغه له ځانه خبر هم نه وي خو د ټولنې له خوا ورته د باشخصیته او یا بې شخصيته مقام ورکول کېږي.

د همدغه مقام له مخې هغه کس په ټولنه کې ځان­ته خپل ځای ټاکي. د شخصيت په هکله ارزونه د یوه کس يا يوې ورځې کار نه دی البته د ژوند په اوږدو کې دغه ارزونه ترسره کېږي، ځکه وايي لس کاله د خپل شخصیت له پاره کار وکړئ بيا به ټول عمر شخصیت ستاسو له پاره کار کوي په دی شرط چې په ساتلو کې يې هم بې غوري ونه کړئ.

2 COMMENTS

  1. وزییری صاب تاسو خورا شې خبرې یادې کړې دي. هغه وخت چي تاسو د دفاع وزیر نطاق ولاست نو هره خبره چي به مو تر خوله را ووتله په مجازي نړۍ کي به په سلهاو تبصرې کیدلې چي وزیری درواغجن دی رشتیا نه وايي. البته له تاسو هم پټه نه وه. نو ستاسو پر شخصیت د درواغجن تور ستا د وظیفي سره وتړل شو، که دا خبره ارثي یا نور عوامل لري. اوس درواغ وایاست که مو بس کړي دي؟ په ډېر ادب

  2. ښاغلي وزیری صاب جواب ونه لیکه، اروا پوهان داخبره په شخصیت پوري تړي. دوی وايي کله چي یو انسان د خود خواهۍ پر مرض مبتلا شي بیا نو د خلکو نظریات د ځان په هکله نادیده نیسي جواب لیکل و چاته کسر شان بولي.
    بله خبره داچي ویل کیږي دده له خوا د بل چا لیکني و تاند ته استول کیږي، وايي دا څرنګه کیدای شي چې د وزیري املا و انشاء د فیسبوک په کومینټونو او پوسټونو کښي همیش املايي غلطۍ لري، خو تاند ته درګرده بې غلطیو مضمونونه لیږي، یعني کوم بل څوک يې کرايي نیولی دی.

    وزیری صاب دي خپل شخصیت معلوم کړي ځوابونه دي ولیکي چې چل څه دی؟؟
    په احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب