چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکرکټ: افغان لوبډلې په لومړۍ ورځ د درېیو لوبغاړو په زیان ۳۰۷...

کرکټ: افغان لوبډلې په لومړۍ ورځ د درېیو لوبغاړو په زیان ۳۰۷ منډې وکړې

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۰)  دافغانستان او زمبابوې ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه نن د افغانستان په توپ وهنې سره پيل شوه.
افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه.

افغان پيلیزو توپ وهونکو پيل ښه نه وو او لومړني لوبغاړي یې ژر وسوځېدل خو وروسته د ابراهیم ځدراڼ ښې توپ وهنې افغان لوبغاړي پياوړي کړل.

افغان لوبډلې لپاره د لوبې په لومړۍ ورځ  لوبډلمشر  اصغر افغان، حشمت الله شهيدي او ابراهيم ځدراڼ ښه توپوهنه ترسره کړه او د افغانستان منډې يې ٣٠٧ ته ورسولې.

افغان لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پاى پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٣٠٧ منډې وکړې.

اصغر افغان په لومړۍ ورځ سليزه ووهله چې دا د نوموړي لومړنۍ سلیزه ده او تر رحمت شا دوهم لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبو کې سلیزه وهي.

په لومړۍ ورځ ابراهيم ځدراڼ ٧٢، رحمت شاه ٢٣ او جاوېد احمدي بيا ٤ منډې وکړې خو اصغر افغان ١٠٦ ناسوځېدلې، حشمت الله شهيدي ٨٦ ناسوځېدلې منډې کړي او سبا په دوهمه ورځ به خپلې لوبې ته دوام ورکوي.

د زمبابوې له خوا ريان برل او ويکټور نياچي ١-١ افغان لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه افغانستان په ډېر ستر توپير پر زمبابوې لوبډلې بایللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب