چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکام ایر هوايي شرکت بدخشان ته الوتنې ځنډولي

کام ایر هوايي شرکت بدخشان ته الوتنې ځنډولي

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۰) د بدخشان محلي مسؤلان وايي، کام ‌ایر خصوصي الوتکو بدخشان ته الوتنې ځنډولي.

ددې ولايت د والي مرستيال اخترمحمد خیرزاده ویلي چې کام ‌ایر هوايي شرکت د حوت مياشتې له ۱۵مې نېټې راوروسته دغه ولایت ته خپلې الوتنې ځنډولي دي، خو په وینا یې چې د ځنډ لامل یې نه دی په ډاګه شوی.

د ښاغلي خیرزاده په خبره، د بدخشان له دفتره یاد هوايي شرکت ته لیک استول شوی او والي هم ددې شرکت له مسؤلینو سره ټلیفوني خبرې کړي دی.

نوموړي زیاته کړې، د کام‌ اير شرکت مسؤلانو ورسره ژمنه کړې چې بدخشان ته به بېرته الوتنې پيل کړي.

د بدخشان د والي مرستيال د معلوماتو له مخې، ياد ولايت ته اوسنيو شرایطو کې د ځمکې له لارې سفر کول له امنيتي ګواښونه سره مل دی چې د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکيو لپاره ستونزې یې ستونزې جوړې کړي.

د اختر محمد خیرزاده په خبره په دې هکله جدي هڅې روانې دي چې ژر تر ژره دغه الوتنې بېرته پيل شي.

تر اوسه د کام ایر هوايي شرکت په دې هکله څه نه دي ویلي.

اخوا بیا د بدخشان خلکو ویلي چې کام‌ اير هوايي شرکت په داسې حال کې دغه ولايت الوتنې ځنډولي چې د بغلان –بدخشان لويه لار ۷۰ سلنه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او هره ورځ په دې لاره کې له ملکيانو قرباني اخيستل کېږي.

نوموړی د محلي د مرکزي ادارې له چارواکو او دغه راز د کام ‌اير شرکت له مسؤلانو غواړي چې ياد ولايت ته بېرته خپلې الوتنې پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب