Homeخبرونهپاکستان له مجبوریته کورونا ضد چینايي واکسین پیل کړ

پاکستان له مجبوریته کورونا ضد چینايي واکسین پیل کړ

پاکستان پرون (چهارشنبه) د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان وویل چې د چین سینوفارم واکسین به په لومړي پړاو کې هغو کسانو ته ورکړل شي چې عمرونه یې تر ۸۰ کلونو ډېر دي.

پاکستان په داسې حال کې د چین سینوفارم واکسین پیل کړ چې د دغه هیواد د روغتیا د برخې اکثره کارکوونکي د دغه واکسین د اغېزمنتوب په اړه شک لري.

له هغې نظرپوښتنې سره سم، چې یوه اوونۍ دمخه خپره شوه، د پاکستان نیمايي طبي کارکوونکو ویلي چې پر سینوفارم واکسین باور نه لري خو حاضردمه پاکستان بل واکسین نه شي ترلاسه کولی.

په دې نظرپوښتنه کې، چې ګالپ او د پاکستان د ډاکترانو ټولنې په ګډه کړې، د دغه هیواد له ۵۵۵ طبي کارکوونکو څخه د چینايي او نورو واکسینونو په اړه پوښتنې شوې وې.

د پاکستان د روغتیا وزیر په وینا چین دغه هیواد ته څه باندې ۵ لکه لکه ډوزه سینوفارم واکسین ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...