تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۱مه) وروسته له دې چې له افغانستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې لسګونو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې پوستې یې ویجاړې شوې، دغه هیواد له خپل ګاونډي افغانستان سره د خبرو او ډيپلوماسۍ غوښتنه وکړه.
د انادلو خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل:
«پاکستان د خبرو، ډيپلوماسۍ او له افغانستان سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکو ته لوړ ارزښت ورکوي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه «یو ګډ هدف» دی.
په عین حال کې، وزارت ویلي چې پاکستان وضعیت له نژدې څاري او د خپلې خاورې او خلکو د خوندیتوب لپاره به هر ممکن اقدام ترسره کړي.
دا څرګندونې له هغې وروسته شوې چې د شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۲۱ کال راوروسته، چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلی، تر ټولو خونړۍ نښتې وشوې.
د افغانستان حکومت منلې چې په دې نښتو کې یې ۹ سرتېري وژل شوي، خو ادعا یې کړې چې پاکستان ۵۸ پوځیان له لاسه ورکړي دي.
له بلې خوا پاکستان ویلي چې د افغان طالبانو او د «هند له ملاتړه برخمنو فتنهالخوارج» (چې د تحریک طالبان پاکستان یا TTP لپاره کارول کېږي) له لوري په «بېدلیله برید» کې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
پاکستان ادعا کړې چې د طالبانو او اړوندو ډلو تر دوو سوو (۲۰۰) څخه زیات جنګیالي یې «له منځه وړي» دي.
د کابل چارواکو ویلي چې د سعودي عربستان او قطر له منځګړیتوب وروسته یې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه درولي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت وړمه شپه ۱۲ بجې د سعودي او قطر په غوښتنه خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې جګړه ودروي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت له اعلامیې د دغه هیواد نرمښت له ورایه ښکاري او داسي تمه کېدای شی چې دا هیواد به د یکشنبې د شپې د جګړو تجربې ته په کتو بیا پر افغانستان په ډاډه زړه بمبارۍ او برید ته زړه ښه نه کړي.
بسم الله الرحمن الرحیم
د ا ا امارت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دتوجه لپاره:
السلام علیکم!
ښاغلی مشره د پنجابستان حکومت نیت او ټول پټ او ښکاره ناپوه سیاست د افغانستان په مقابل کی، ټولو افغانانو او نړیوالو ته رسوا او بربنډ شو. او د افغانانو د کرکی او شدید عکسل العمل سره تر بل هر وخت مخامخ شول. اوس مونږ ته څه ډول کار روایی پکار ده.
داچه پنجابستان یو کاذب، مکار او چل ولی سیاست لری. چه نه د اسلام دین سره، نه د ګاونډ سره او نه د نورو نړیوالو قوانینو سره سر او جوړښت خوری. نو پدغه اساس د افغانستان حکومت هم باید خپله پالیسی بدله کړی. غواړم په دغه باره کی څو خبری تاسو علی جناب مشر ته فقط یادوری کړم. تر څو د خپله نظره یی تیر ګړی . چه په راتلونکی کی د دغه شیطانی او غیر منطقی هیواد د دسیسو او دوکو څخه په آمن شو.او هم خپلی وطنی ګټو ته اولیت ورکړو.
۱- د افغانستان څخه د پنجاب ټولی سیاسی او سفارتی اړیکی ختمی شی.
۲- تجارتی هوایی، ځمکنی او روغتیایی اړیکی هم ختمی شی. او بدیله لاره یی ولټول شی.
۳- د روسی هیواد له طریقه د ملل متحد د امنیت شورا ته وویل شی.
چه د پنجاب اټومی اسلحی زمونږ لپاره خطر دی، باید دغه هستوی اسلحی تری واخستل شی، او یا دغه اسلحی تری بل هیواد ته د خوندبتوب په ډول انتقال کړی.که نه زمونږ هیواد هم حق لری چه د اټومی اسلحو په خریداری شروع وکړو، ځکه د پنجاب چارواکی د ناپوهه ذهنی فکر له وجی کولای شی چه سبا د جګړی په وخت د دغه اسلحو څخه کار واخلی، او یا دغه اسلحی داعیش ته په چل ول سره ورکړی او زمونږ هیواد د غټی غمیزی سره مخامخ کړی.ځکه داعیش د پنجاب زیږوونکی او جوړ شوی تروریستی ډله ده.
۴ – د کابل په ۵ میلونه نفوس د پنجاب د ایف ۱۶ جنګی جازونو په زریعه چه کوم تعرض وشو او د صوتی سختو بمونو د خطرناک اواز په وسیله ماشومان، مریظان او حتی حامله داره زنانه ډارول د دنیا په یو قانون کی نشته، باید دغه عریظه هم د روسي هیواد له طریقه د امنیت شورا کی وړاندی شی، چه د بشری او انسانی او بین المللی قوانینو خلاف کار دی، امریکا او نور هیوادونه باید په راتلوونکی کی دغه ډول جازونه د خپل مربوطه کود له طریقه قید او هم د دغه جنګی الوتکو پرزه جات او سامانونه په ودروی. او هم د ملل متحد د جزأ قانون په اساس د پنجاب حکومت په تور لیست کی واچوی. ځکه دا د قانون په اساس ناڅاپه ډزول یو غټ جرم دی.
۵- د پنجاب لری ویشتونکی توغندیو فابریکی د ملل متحد د قانون په اساس برسی شی. او محدودیت په وضع شی. ځکه د جګړی په وخت د دوی د ذهنی او ناپوهي له وجی زمونږ هیواد ته خطره پیداکوی.
او هم د داعیش دهشتګرو دبرسي لپاره ملل متحد یو بی طرفه تخنیکی ټیم سره د کشفی جازونو پنجاب ته راولیږی. ترڅو آفغانستان په امن شی.
ځینی نوری خبری هم شته لکه د ډیورنډ ملحوسه کرښه، زمونږ د برو یرغملو پختنو ورونو ورکیدنه او نور…….. چه هغه به دبلی زریعی پواسطه درولیږل شی……..
والسلام