تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) پاکستان د افغان طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که له دې وروسته کومه بله وژونکې حمله وشي، نو سخت او پرېکنده ځواب به ورکړل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د افغان طالبانو له لوري بېدلیله تاوتریخوالی، او همداراز د «فتنهالخوارج» او «فتنهالهندستان» په نوم د عناصرو له لوري د بریدونو هڅې، یو قصدي اقدام دی چې موخه یې د سیمهییزې سولې ګډوډول او د پاکستان ـ افغانستان د پولې بېثباته کول دي. دا ډول کړنې د دواړو ورورڼو هېوادونو د سولې، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب له روحیې سره په ټکر کې دي.
د پاکستان د څرګندونو له مخې، د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د هغوی ځواکونو او ورسره تړلو ډلو ته مرګ ژوبلې او مالي زیانونه اوښتي دي. په ځواب کې پاکستان د هغو «ترهګرو» پټنځایونه او زېربناوې په نښه کړې چې د پاکستان پر خاوره د بریدونو د طرحې او عملي کولو لپاره کارېدې.
په اعلامیه کې زیاته شوي چې پاکستان د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره په ډېرغور عمل کړی دی. سره له دې چې پاکستان د خبرو، ډيپلوماسۍ او د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د خپلو خلکو او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د هرراز ګام پورته کولو حق ځان ته خوندي ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې د هند د سفر پر مهال یې کړې وې، او ویلي یې و چې دا څرګندونې یوازې د اصلي مسایلو د پټولو هڅه ده. په اعلامیه کې راغلي: د طالبانو مشرتابه د هغو ترهګرو ډلو د فعالیتونو او شتون په وړاندې له مسوولیته خلاصېدای نه شي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. د دې ډلو د فعالیتونو شواهد د ملګرو ملتونو د څار ډلې په راپورونو کې هم لیدل کېږي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه یو ګډ مسوولیت دی، او د طالبانو حکومت باید خپله ژمنه عملي کړي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، بلکې باید د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره مثبت رول ولوبوي.
د وزارت ویاند ویلي: «پاکستان څو ځله اندېښنه څرګنده کړې چې د ‘فتنهالخوارج’ او ‘فتنهالهندستان’ ډلو غړي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه عملیات کوي. پاکستان تمه لري چې د طالبانو اداره به د دغو عناصرو پر ضد عملي اقدامات وکړي.»
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې پاکستان داعش ته پناه ورکړې او د پاکستان له خاورې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نورو هیوادونو کې هم بریدونه کوي.
پاکستان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په پکتیکا کې هوايی بریدونه وکړل او د پخوا په شان یې یو وار بیا د افغانستان د هوايی او مځکني حریم سرغړونه وکړه.
پاکستان د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو ۲۳ پوځیانو وژل کېدا تایید کړه