Homeخبرونهپاکستان د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو ۲۳ پوځیانو وژل...

پاکستان د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو ۲۳ پوځیانو وژل کېدا تایید کړه

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تېرې شپې په نښتو کې د دواړو لورو په وینا— لسګونه کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا له کله چې په افغانستان کې طالبان بیا واکته رسېدلي، د دواړو ګاونډیانو ترمنځ تر ټولو جدي جګړه بلل کېږي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دغو نښتو کې د دوی ۲۳ سرتېري وژل شوي، خو د طالبانو په وینا، د دوی له لوري ۹ کسان وژل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې نن سهار پاکستان د خپلو درو پوځیانو وژل کېدا تایید کړې وه.

له هغه وروسته چې اسلام‌اباد له طالبانو وغوښتل د هغو یاغیانو پر ضد اقدام وکړي چې په پاکستان کې یې بریدونه زیات کړي دي او د پاکستان په ادعا د افغانستان له خاورې عملیات کوي، د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیاتې ترینګلې شوې دي. طالبان، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، دا خبره ردوي چې پاکستاني یاغیان د افغانستان په خاوره کې مېشت دي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان داعش ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې له هغه ځایه په افغانستان اونورو هیوادونو کې تروریستي بریدونه وکړي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې تر ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د دوی متحد جنګیالي یې وژلي، خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې ۵۸ پاکستاني سرتېري یې له منځه وړي دي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي چې د دواړو خواوو دا شمېرې نه شي تأییدولی.

د پاکستان هوايي بریدونه او د طالبانو غچ اخیستونکي بریدونه

تېره پنجشنبه د پاکستان جنګي الوتکو د کابل او پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې مرغه بازار بمبار کړی و، د پاکستاني امنیتي سرچینو او طالبانو په وینا، د دې بریدونو له امله طالبان غچ اخیستونکو بریدونو ته اړ شول. پاکستان تر اوسه په رسمي توګه دا هوايي بریدونه نه دي منلي.

افغان ځواکونو د شنبې په شپه ناوخته د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې وکړې، او د پاکستان پوځ وویل چې دوی هم د توپخانې او سپکو وسلو په وسیله ځواب ورکړی دی.

دواړو هېوادونو ادعا وکړه چې د مقابل لوري څو سرحدي پوستې یې ویجاړې کړې دي. پاکستاني امنیتي چارواکو ویډیوګانې خپرې کړې چې دوی یې د افغان پوستو د بمبار ثبوت بولي.

طالبانو هم د پاکستان د ویجاړو پوستو ویدوګانې او تصویرونه خپاره کړي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، نښتې د یکشنبې تر سهاره تر ډېره پای ته رسېدلې وې، خو په کورمه سیمه کې لا هم ځینې وخت ناوخته ډزې اورېدل کېدې.

د افغانستان دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې عملیات یې تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسول. د کابل چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه یې بریدونه درولي دي. دواړو عربي هېوادونو د نښتو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل:

«د افغانستان په هېڅ سیمه کې د خطر احساس نه شته. اسلامي امارت او د افغانستان ولس به د خپلې خاورې دفاع وکړي او په دې دفاع کې به ثابت‌قدم پاتې شي.»

مجاهد زیاته کړه چې په ځینو سیمو کې لا هم نښتې روانې دي.

د پولو تړل کېدل

پاکستاني چارواکو وویل چې له افغانستان سره د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله، چې د ۱۸۹۳ کال د بریتانیا د استعمار پر مهال د «ډیورند کرښې» په نوم رسم شوې وه او اوس هم د دواړو لورو ترمنځ د شخړې ټکی دی، تړل شوې ده.

پاکستان دې کرښې ته «پوله» وايي خو افغانان یې فرضي کرښه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...