Homeخبرونهنېمایي افغان رسنۍ تړل شوي او تر نېمایي زیات خبریالان وزګار شوي

نېمایي افغان رسنۍ تړل شوي او تر نېمایي زیات خبریالان وزګار شوي

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ادارې وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې 53 سلنه خبریالانو خپلې دندې بایللي دي او 50 سلنه رسنۍ د مالي ستونزو په ګدون د ډېرو سببونو له کبله بندې شوې دي.

دغو ادارو اندېښنه ښکاره کړې چې د رسنیو او خبریالانو پر ضد تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او فعالیت یې د خرابیدو په خوا روان دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، په تېرو دوولسو میاشتو کې پر خبریالانو د تشدد پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي او وایي په دې موده کې “د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونې لږ تر لږه 237 پېښې ثبت شوې دي، چې ګواښونه، نیول او له تشدده ډک چلند پکې شامل دي”.

سرچینه زیاتوي:”د 50 سلنه رسنیو په تړل کېدو 53 سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې بایللې دي، د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ قوانینو راتلونکی په یو مبهم حالت کې پاتې دی او د بد اقتصادي حالت له کبله یو شمېر خبریالانو درنو کارونو ته مخ کړی”.

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» هم وایي، د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو باندې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو کبله ډېرې رسنۍ بندې شوې او د ښځینه خبریالانو په ګډون زرګونو خبریالان بې روزګاره شوي دي: د 2023م کال له پیله تر اوسه پورې موږ د خبریالانو پر وړاندې د بدمرغه پېښو شاهدان یو، تر درو میاشتو په کمه موده کې د «نی» په دفتر کې د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالي نیژدې 30 پېښې ثبت شوې دي”.

تېره اوونۍ د بلخ په مرکزي ښار مزارشریف کې په تبیان کلتوري مرکز کې چادونه شوې وه چې پکې د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه وژل شوي وو او 18 تنه نور ټپیان شوي وو. په ټپیانو کې هم اکثره خبریالان وو او چاودنه خبریالانو ته د ستاینلیکونو د ورکولو په غونډه کې شوې وه.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا راپورونه له واقعیته لیرې بولي او وایي، چې دوی د بیان ازادۍ ته درناوی لري او خبریالانو سره تر پخوا ښه چال چلند کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سلګونه خبریالان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هېواد پریښودو ته اړ شوي او په کور دننه  هم بد اقتصادي وضعیت او نورو ستونزو نه شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...