پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+پسرلی یو فرصت وګڼئ

پسرلی یو فرصت وګڼئ

  • لیکنه: جیم رون
    ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

هرڅوک کولی شي چې یو له دغو دوه کارونو څخه غوره کړي: لومړی؛ په پسرلي کې کښت. دویم؛ په مني کې سوال زاري (ګدایګري)

زه پوهیږم چې دغه جمله حقیقت لري: “ژوند د دوامداره او د ټاکلو بدلونونو د مثالونو په اړه دی او د ژوند په اړه یوازینی دوامداره فکتور زموږ خپل احساسات او چلند دی.” موږ د چلند توان او قدرت لرو او همدا چلند کولی شي چې انتخاب وټاکي او انتخاب بیا کولی شي چې پایلې وټاکي. ته نه شې کولی چې د کال موسمونه بدل کړې، خو یوازې دومره کولی شې چې خپل ځان بدل کړې.

د یوه انسان په صفت، زه دې باور ته رسیدلی یم چې ترڅو چې موږ دې نړۍ کې یو، نو وده کول، بریالي کیدل او خوشالي موندل زموږ د موخې طبیعي منزل دی. په همدې اساس، موږ باید په دوامدارو او هوښیارو هڅو دا کوښښ وکړو، چې د حالاتو له بدلون سره پرمختګ وکړو، ترڅو له ټولنې څټ ته یعنې وروسته پاتې نه شو.

راځئ چې لږ د پسرلي په اړه وغږیږو. پسرلی د فعالیت او فرصت موسم دی چې د ژمي له واورینو ورځو سره مخه ښه کوي. همدا راز، دا هغه موسم دی چې د ژوند پُرثمره ځمکې په تخمونو، پوهې، ژمنو او مشخصو هڅو سره ډکیږي او ورو ورو وده کوي.

که څه هم د پسرلي د راتګ نښه دا نه ده، چې ګوندې په مني (خزان) کې دې هرڅه ښه ښکاره شي. ته باید له پسرلي څخه ښه ګټه پورته کړې، نه دا چې د مني څیرې لیدو ته په تمه شې او ووایې چې هغه وخت بیا هرڅه ډیر ښه ښکاري. له مني موسم څخه هغه کسان خوند اخلي، چې په پسرلي کې یې یو څه کرلي اوسي. د پسرلي له هرې ورځې ښه ګټه پورته کړه او له هغو فرصتونو استفاده وکړه چې پسرلی یې له ځان سره لیږدوي.

دا د پسرلي ژمنه ده؛ هر هغه څه چې کرو، هغه به ریبو. له خپل هرې با دسپلینې هڅې سره، موږ کولی شو چې ګڼ شمیر مکافات ترلاسه کړو. له یوې موټې کروندې سره کولی شو چې یوه لمن حاصل ترلاسه کړو. که یوه چا ته یوه ښه مشوره ورکړو، نو په بدل کې به یې موږ ته هم په لسګونو ښې مشورې راکړل شي. که له یوه چا سره لږه مینه هم وکړو، نو په بدل کې به یې زموږ ژوند هم له مینې ډک شي. همدا ژوند دی. څه چې کوې، هماغسې به درسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب