عظیم الله کامران
د پسرلي د راتلو زيری به د زيړ ګل راښکاره کېدل وو.
ژېړ ګل چې د ډېر کم عمر څښتن دی، د دې ګل عمر خپله دنیا او دنیاوالو ته یو زېری او یو پیغام دی.
دی وایي چې که دې ژوند لکه زما کم هم وي، خو نورو ته د راتلونکي سباوون زېری راوړه.
ژېړ ګل ته په کتو سره دا هم له ورایه ښکاري چې دا د کم ژوند او نازک وجود څښتن د خپل غرور په کلا کې بند دی، ځکه دی غواړي چې لومړی ژوندی وجود باید دی وي، چې دنیا ته سر راښکاره کړي.
یو کليوالي روایت داسې دی چې دا ګل کله سر راپورته کوي وایي چې اوس به ټوله نړی ورانه وي او یوازې زه به په نړۍ اوسم، خو کله چې سر را پورته کوي ويني چې لا هم پر ځمکه ژوند شته او له ما مخکې هم دلته ژوندي را رسېدلي دي، نو دلته دی لکه حریص ډير زړهماتی کېږي او له ډېره غمه مړاوی او سر په ځنګنو کوي.
دا هم یو درس ورکوي هغوی ته چې د حرص ډنډ ته ځان ورغورځوي او هاغه د عوامو خبره چې میم زر ما ټوله زما غواړي.
د دې ګل نازک وجود دا درس هم ورکوي چې که څوک کوشش وکړي، نو په ډېر کمزوري وجود هم زر خپل منزل ته ځان ورسوي، لکه دی چې وایي زه له ډېرو لویو ونو او بوټو څخه مخکې دې نړۍ ته را رسېدلی یم.
دا چې ژېړ به دارواپوهنې له نظره څنګه وي؟ دومره معلومات نه لرم، خو ما ته خپله داسې ښکاري چې ژېړ رنګ ذهن ته څه ناڅه آرامتیا ورکوي.
مینه کې هم دا رنګ خپل ځای لري، نو ځکه ده چې شاعران یې په شعرونو کې یادوي او ځينې د کمزورۍ مانا هم ترې اخلي.
شاعر وايي:
ماته مې د ړنګ کلي سپرلی سترګو ته ودرېږي
ستا چې ژېړګلونه د کمڅو په ټال کې وزانګي
او په دې ټپه کې یې بیا د مینې ښکلا له ورایه ښکاري.
ګل د اوربل سره جوړېږي
راشه اوربل باندې قطار کړه ژېړ ګلونه.
په فولکلوري ادبیاتو کې د ځوان د رنګ ژېړوالی بیا د میینتوب نښه بولي، لکه په لاندې ټپو کې چې وایي.
هلک میین شو، رنګ یې ژېړ شو
مور ته بانې کړي چې زېړي نیولی یمه
هلک میین شو رنګ یې زېړ شو
مور یې زيړي بابا ته وړي چې روغ به شینه