پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد اور وژلو ځانګړی توپک جوړ شو

د اور وژلو ځانګړی توپک جوړ شو

تاند- په امریکا کې یو داسې توپک جوړ شو چې له هر ډول کلک دېوال او شیشې تېرېږي او په خونه کې پر اور سپرې شیندي.

دا توپک، چې (PyroLance) نومېږي، د امریکا هوايي او سمندري ځواکونو د تخنیک څانګې له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفاده د اور وژلو لپاره جوړ کړی دی.

د دې توپک کارتوس له مرمۍ ضد شیشې او سمینټي دېواله تېرېږي او په خونه کې پر لګېدلي اور سپرې شیندي.

پیرو لېنس PyroLance  داسې وسله ده چې له پولاد څخه هم تېرېدای او شا ته یې بل شوی اور وژلی شي.

د دې توپک مرمۍ د اوبو په وسله په فشار او ګرانیت په دېوال کې یا شیشه کې ۳ میلي متره سوری جوړوي او له جوړ شوي سوري څخه د اور پر لمبو سپرې شیندي.

پیرو لېنس په ۳ ثانیو کې په دېوال کې سوری جوړوي.

تراوسه پورې دا وسله په څو هوايي ډګرونو او د اطفاییې په ادارو کې کارول شوی او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د اور وژنې ځینو ادارو دا ټکنالوژي دومره بریالۍ بللې چې وايي ممکن یو شمېر اوروژونکي اوزګاره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب