دوشنبه, مې 13, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه سپوږمۍ کې انترنیټ فعالېږي

په سپوږمۍ کې انترنیټ فعالېږي

تاند- دوې کمپنۍ غواړي چې راتلونکی کال په سپوږمۍ کې جي ۴ انترنیټ فعال کړي چې په مرسته یې د سپوږمۍ د ښه کیفیت عکسونه او ویدیوګانې مځکې ته راولېږل شي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې وډافون او نوکیا  کمپنۍ غواړي چې په ۲۰۱۹ م کال جي ۴ انترنیټ په سپوږمکۍ کې فعال کړي.

دا ماموریت د فضايي اکتشافاتو شرکت ( PTScientists) تنظیم کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نوکیا د سپېس ایکس توغندي په وسیله مخابراتي پوستې راتلونکی کال سپوږمۍ ته واستوي.

په سپوږمۍ کې د انترنیټي شبکې فعالېدا اوډي (Audi) سفینو یا ستوربېړیو ته دا امکان برابروي چې له یو بل سره او همداراز په مځکه کې له خپل مرکز سره ارتباط ونیسي.

دا ستونربېړۍ په سپوږمۍ کې د انسانانو د ژوند امکان څېړي.

د انترنیټ په وسیله مځکې ته په لوړ کیفیت عکسونه او ویدیوګانې راستول کېدای شي او له بلې خوا د انترنینټ له لارې د ویدیو او عکس رالېږل د انالوګ راډیويي سیګنالونو په پرتله ارازنه تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب