یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینستر پولادو کلکه لرګینه دړه جوړه شوه

تر پولادو کلکه لرګینه دړه جوړه شوه

تاند- په امریکا کې څېړونکو داسې لرګینه دړه جوړه کړه چې تر پولادو هم کلکه ده. دا دړه په عین حال کې تر پولادو ۶ برابره سپکه ده.

د متحدو ایالتونو د مریلنډ پوهنتون څېړونکو د یوې کلکې مادې د جوړولو لپاره لرګو ته پناه یووړه او دا تخته یې جوړه کړه.

څېړونکي د کلکو وسایلو د جوړولو لپاره د تیتانیم له الیاژونو او یا د وسپنیزو موادو له ترکیبولو کار اخلي خو وسپنیز ترکیبونه ډېر درانه وي.

دوی لرګي دومره زیات سره وکوټل چې دا ډول دړه یې ورڅخه جوړه کړه چې د پولادو هومره کلکه ده.

د مریلنډ پوهنتون څېړونکي وايي چې لرګي ډېر په درد خوري او دوی هیله لري چې تر دې به هم کلکې دړې جوړې کړي.

څېړونکو په وروستیو کلونو کې له لرګیو او پاڼو شفاف لرګي، د اوبو فلټرونه او سوډیم یوني بېټرۍ هم جوړې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب