یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ریاضیات Mathematics

ریاضیات Mathematics

لیکنه: ابوبکر خپلواك

غواړم د ریاضي د لوی، نادره او نسبتا سخت علم اړوند یو څه ولیکم څرنګه چې د هر علم د تعارف لپاره د هغې تعریف ضروري دی نو لومړی د ریاضي علم تعریفوو.!

تعريف: ریاضي چې په انګلسي کې ورته« Mathe » ویل کیږي، اصل کې عربي کلمه ده چې له ریاضیت څخه مشتق شوې معنی یې هڅه، کوشش، ورزش ، جمناستیک او د نفس تزکیه ده. او په اصطلاح کې هغه علم ده چې د عدد او کمیت او د هغې تر منځ له موجوده اړیکو څخه بحث کوي. د عدد او کمیت تر منځ زیات روابط وجود لري چې همدا روابط ریاضي په یوعجیب طرز او سسماتیک ډول سره څېړي.

ځینې ورته د فزیک ژبه او ځینې ورته د طبیعت د ټولو قوانینو ژبه وایی چې یو له هغې ایټالیوی ریاضیدان ګالیله دی، او وایی چې ټول طبعي علوم د ریاضي چاپیره څرخي. پورته لومړنۍ ادعا کوم چې وایي ریاضي د فزیک ژبه ده یوه په ځای ادعا کیدلای شي ځکه هیڅ یو فزیکدان نشي کولای چې یوه فزیکي مسئله د ریاضي د عدد او کميت په نشتون کې تشریح او توضیح کا، نو له ورایه معلومیږي چې د فزیک په لوی او ضروري علم ریاضي پوره تسلط لري، پورته جملې د ریاضي د ارزښت او پیژندنې اړوند وې، راځو پدې بحث کوچې د ریاضي علم په ورځني او انساني ژوند کې کوم ځای او ارزښت لري.

د ریاضي اهمیت په ورځني ژوند کې: په عموم کې هغه علوم ډیر د ارزښت وړ دي چې اوږده مخینه او تاریخ ولري، ریاضي یو له همدغو علومو ده، حساب چې د ریاضي ابتداء ګڼل کیږي تاریخ یې د انسان له خلقت سره تړاو لري، د حساب ډیری اثار چی لاس ته راغلي په قبلاّ میلاد پورې اړوند دي، هغه شپانه او هقانان چې مالونه او پسونه به یې درلودل شمېرنې ته یې ضروت وو ، له اعدادو یې استفاده کوله او خپل مالونه به یې په جفت او طاق ټولګیو ویشل، ماڼوګانو او کیښتۍ جوړونکو کوم چې نوح علیه سلام هم پدې ټولګه کې راځي د کیښتۍ جوړولو په وخت دقیقې اندازې او زاویې ته په خاص اهمییت قایل وو، پورته مثالونه د ریاضي د ابتدایي برخې(حساب/اعدادو) تسلط د انساني ژوند په همغه اوائلو کې ښیئ.

همدارنګه که فکر وکړو په اوس عصر کې هم هیڅ یو انسان او کسبګر نشي کولای د ریاضي له اهمیت صرف نظر وکړي، چې یو څو مثاونه یې په لاندې ډول دي:

یو هټیوال د اجناسو د خرڅلاو او د اسعارو د تبادلې پر وخت له اعداداو او څلور ګونو عملیو ګټه اخلي؛ آشپز د پخلي لپاره یو معین وخت او یوه ټاکلې پیمانه کاروي، خیاط د کالي جوړولو په وخت دقیقه اندازه ګیري کوي، شاعران د شعر لیکلو په وخت د خپل شعر بیت، مسره او سیلابونه شماري، موتروان تل د خپل موتر سرعت او تر هدفه فاصلې ته نظر کوي، ترکاڼ له دقیقې اندازه ګیرۍ ور هېخا ټول وخت هندسي اشکال جوړوي، ملا په مسجد کې د تعویز او کوډو په وخت اعداد او د میراث ویش لپاره کسر او کسري عملیې کاروي.
همدارنګه په ډیرو لویو علومو کې د ریاضي اهمیت تر سترګو کیږي چې ځینې مثالونه یی په لاندې ډول دي:

د انجینرۍ پوهنځۍ ټولې برخې هغه که مهندسي، سړک جوړونه، میخانیک، برق او الکترونیک وي د ریاضي په نشتون کې فلج بلل کیږي. په اقتصاد، بانکدارۍ او ټولو مالي برخو کې شته مالي محاسبات د ګتې او توان ګرافونه رياضي څيړي. په طب او ټولو څانګو کې(نرسنګ، لابراتوار او عامه روغتیا) یې ریاضي استعمالیږي؛ د مریض د مرض ګراف اخیستل، په مختلفو ساحو کې د یوه مرض د انتشار شدت او د خطر کچه په عموم کې د یوې ساحې د ناروغانو او ناروغۍ احصایئه او احتمال پیداکول د ریاضي اړوند دي.

په کمپيوټرساینس کې عالي ریاضیات د خاص اهمیت وړ دي؛ ځکه د هر جوړیدونکی ډیټابیس او اپلکشن/برنامه د کوډینګ په وخت مختلفو ریاضیکي عملیو ته ضرورت دی. په دیني علم او شرعیامو پوهنځۍ کې د میراث، مضاربت او نورو تجارتي مسائل هم ریاضي څیړي. نظامیان په نظامي چارو کې له ریاضي ګټه اخلي؛ نظامي د هدف ویشتنې لپاره معین وخت، زمان، سرعت او فاصله په نظر کې نیسي. همدارنګه د ساینس په ټولو څانګو (فزیک، کیمیا، بیولوژي) کې ریاضي د یو مهم مضمون په حیث تدریسږي.

ریاضيات په افغانستان کې: څرنګه چې ریاضي د ساینس یوه برخه ګڼل کیږي، او د ساینس ژبه په عموم کې انګلسي ده، نو ویلای شوو چې هغه هیوادونه په ریاضي علم کې نوم او تاریخ لري کوم چې همدا ژبه کاروي، له بده مرغه افغانستان چې په هیڅ برخه کې د نړۍ سیال ندی همداسې یې ریاضي په نشت حساب ده، د هیواد په رسمي ژبو له نیمګړې او ابتدایي ریاضي کتابو ورهېخا بل هیڅ نلرو، هغه محصلین چې ریاضیات لولي د مشکلاتو یو اړخ یې همدا دی چې په خپله ژبه د خپل مسلک هیڅ کومه معتبره پانګه او منبع نلري او له نورو ژبو په سختۍ مستفید کیږي، خو دا مشکل یوازې په ریاضي کې نه بلکې په ټولو علومو یې خپل بدمرغه سیوری غوړولی، کنه ریاضي په هیواد کې له هغه اولو تاسس شوو پوهنځو ګڼل کیږي، چې اوس مهال کابل پوهنتون کې له ساینس جدا د څلورو څانګو
(آنالیز، الجبر، تطبیقي ریاضي، او عمومي ریاضي) په درلودو سره فعالیت کوي او هر کال ډیر شمیر ځوانان فارغوي.

مسلمان ریاضي پوهان: که تاریخ ته نظر وکړو د ډیرو نورو علومو تر څنګ د اسلام علماو په ریاضي علم کې هم ډیر کار کړی چې څرګند مثال یی د محمد بن موسی«رحمه الله» د الجبرالمقابله کتاب او د نورو علماوو ترجمې کیدای شي، خو د غرب او دوښمن له لوري یی تل د پټولو او په خپل نوم کولو خورا ډیرې، څرګندې او سیسماتیکې هڅې شوې. هغه اسلامي علماو چې د ریاضیاتو علم کې لاس درلود:

(خیام، ابن سینا، محمد بن موسی، خواجه نصرالدین طوسي، غیاث الدین جمشید کاشاني، ابراهیم بن سنان، ابن حنبلي، ابوالحسن شعراني، کماالدین بن یونس… وو)

ومن الله التوفیق.

۱۳۹۹/۱۰/۲۹ دوشنبه

کابل_افغانستان

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب