دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+کرکټ بورډ: راتلونکې اونۍ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيلېږي

کرکټ بورډ: راتلونکې اونۍ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيلېږي

تاند (دوشنبه، د جدي ۲۹) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پام کې لري، راتلونکې اونۍ د جنوري په ۲۲مه په کندهار، ننګرهار او خوست ولايتونو کې د کورني کرکټ په اډانه کې دريمه درجه (Grade lll) ولايتي سيالۍ پيل کړي.

سرچینه د کورني کرکټ د څانګې د مدير احسان الله عبید له قوله لیکي په دغه ټورنمنټ کې به د شل ولایتونو هغه لوبډلې چې په ۲۰۲۰ کال کې يې د انټر کلب لوبې کړې په پینځو ګروپونو کې د يو بل پر وړاندې ولوبېږي.

د سرچینې په خبره له دې لوبو وروسته به له هرې ډلې دوه لوبډلې د دویمه درجه ولايتي سياليو ته لار مومي.

سرچینه زیاتوي چې د يادو سياليو غوره لوبډلي به په دويم پړاو کې د کندهار، میدان وردګ، هلمند، پکتیا، بلخ او کندز لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

باید وویل شي چې دغه سيالۍ د روانې جنوري میاشتې په ۲۲مه پیل او د راتلونکې فبروري مياشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب