Homeخبرونههرات کې پولیسو ۴ تښتول شوي کسان ژغورلي دي

هرات کې پولیسو ۴ تښتول شوي کسان ژغورلي دي

تاند (دوشنبه د جدي۲۹) د هرات ولایت په انجیل ولسوالي کې ۴ تنه، چې د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوي وو، نن غرمه د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې راخلاص او په تور یې ۱۲ تنه نیول شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته وویل: ” نن غرمه د انجیل ولسوالي اړوند د امام شش نور په سیمه کې د افغان ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د انسان تښتونکو له منګلو راخلاص او د انسان تښتونکو یوه ۱۲ کسیزه ډله ونیول شوه. “

د نوموړي په خبره، چې دغه کسان له شاوخوا ۱۵ او ۲۵ ورځو راهیسې د هرات ښار له بیلابیلو سیمو څخه تښتول شوي وو.

لا مالومه نه ده، چې یاد کسان په کوم هدف نامالوم لوري ته وړل شوي و، خو د والي ویاند وایي، چې له نیولو شوو کسانو څخه یې پوښتنې پیل کړي دي.

یاد کسان په داسې مهال د تښتونکو له منګولو راخوشې کیږي، چې له دریو میاشتو وروسته هم په بلخ کې د عبدالرووف په نوم نهه کلن ماشوم د انسان تښتونکو په چنک کې پروت دی.

ولسمشر محمد اشرف غني، د تیرې شنبې په ماښام د بلخ ولایت چارواکو ته خبرداری ورکړی، که عبدالرووف یې پیدا او ونه ژغوره له دندو به یې ګوښه کړي، خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا ویلي، چې په راتلونکو ۱۴ ورځو کې به یاد ماشوم پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...