Homeخبرونهلوګر کې وسله والو دوه زلمي وروڼه وژلي

لوګر کې وسله والو دوه زلمي وروڼه وژلي

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) نامعلومو وسله والو په لوګر کې دوه ورونه چې د ملي امنیت کارکوونکي و، په ډزو وژلي دي.

د راپورنو له مخې، د فرهاد او ميرويس په نوم دغه کسان نن غرمه هغه مهال د لوګر په مرکز پل علم ښار کې په نښه شول چې په یوه دوکان کې د ننه ناست و.

ویل کېږي په دغو کسانو یوه وسله وال بریدګر ډزې وکړې او دواړه یې ووژل، چې خپله بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...