سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهستولتنبرګ: د افغانستان په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی

ستولتنبرګ: د افغانستان په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی

تاند(دوشنبه، د جدې ۲۹) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د دغه هیواد د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي دي.

ستولتنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې وږغېدم. د ناټو دریځ بدل شوی نه دی، زموږ د ځواکونو حضور مشروط دی. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ ته دوام ورکوو څو دا ډاډ رامنځته کړو چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر خوندي ځالې نه بدلېږي.»

د ناټو سرمنشي تر دې وړاندې هم ویلي و، سره له دې چې امریکا له طالبانو سره د موافقې له مخې خپل پوځیان باسي خو ناټو تر هغو خپل پوځیان نه باسي چې د افغانستان د امنیت په اړه یې ډاډ نه وي ترلاسه کړی.

د ناټو پوځیان په هیڅ راز عملیاتو کې برخه نه اخلي خو افغان امنیتي ځواکونه روزي.

ارګ له ستولتنبرګ سره د ولسمشر غني د خبرو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو د استرالیا له صدراعظم سکاټ موریسن سره د ولسمشر غني د خبرو په اړه یې ویلي چې «په دغه ټلیفوني مکالمه کې، د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د دوه اړخیزه او دوامداره اړیکو او د سولې روانې پروسې په اړه بحث وشو او دواړو لوریو په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی په کلکه رد کړ.»

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د استرالیا صدراعظم موریسن وویل، طالبان باید اوربند چې د افغانستان د خلکو حقه غوښتنه ده ومني او دغه راز یې روانې هدفي وژنې په کلکه وغندلې. هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې روانې پروسې چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه پکې نه یوازې وساتل شي، بلکې د پیاوړتیا ترڅنګ ورته دوام هم ورکړل شي، ملاتړ کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب