شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهفرانسې او آسټرالیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

فرانسې او آسټرالیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

تاند (دوشنبه، د جدي ۲۹) د فرانسې سفارت په یوه خبرپاڼه کې په کابل ښار کې د یک شنبې ورځې د دوه ښځینه قاضیانو وژل کېدل غندلي.

کابل کې د فرانسې د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې ډېرې شوې او افغان حکومت ته په کار ده چې دغه ناوړه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

که څه هم طالبان په هدفي وژنو کې لاس لرل ردوي خو فرانسې له دغې ډلې غوښتي چې هر څه ژر باید تاوتریخوالی ودروي او یو سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.

بل لورته د ارګ د خبرپاڼې له مخې د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی دی او له طالبانو یې غوښتي چې هر څه ژر باید د سولې خبرو بریا لپاره اوربند وکړي.

موریسن دغه راز په افغانستان کې روانې هدفي وژنې هم غندلې او زیاته کړې یې ده چې د حل لار وژنه نه بلکې یو بل سره خبرې اترې دي او دواړه لوري باید هر څه د خبرو له لارې حل کړي.

د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي چې هېواد به یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوربند د دوحې مذاکراتو کې د افغان دولت مهمه وړاندیز شوې اجنډا ده خو طالبانو په وار وار په دې اړه خبرې له وخت مخکې بللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب