شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+کابل کې تر۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو فوټبال لوبې پيل شوې

کابل کې تر۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو فوټبال لوبې پيل شوې

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د کابل په غازي لوبغالي کې تر ۱۶ کلنو دکم عمره لوبغاړو ترمنځ د فوټبال لوبې پيل شوې.

په دې لیګ کې د کابل، بامیان، لوګر، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو لوبډلې ګډون لري.

دا لوبې چې نن پيل شوې په کې لومړۍ لوبه د پروان او بامیانو او دوهمه لوبه د پنجشېر او لوګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

په لومړۍ لوبه کې پروان ۵ـ۱ په توپير بامیانو ته ماتې ورکړه او دوهمه لوبه کې پنجشېر ۴ـ۱ د صفر په توپير بامیانو لوګر ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې سبا سه شنبه به د روانو لوبو په لړ کې کابل د کاپیسا پر وړاندې او بامیان د پنجشیر پر وړاندې ولوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب