یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د اوبو مهارولو د یو بند چارې بشپړې شوې

کندهار کې د اوبو مهارولو د یو بند چارې بشپړې شوې

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۹) د کرنۍ وزارت وایي، چې د کرنې وزارت له پراختیايي بودجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د مهارولو د یو بند چارې بشپړې شوي.

د کندهار د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو او د خاورې د تخریب د مخنیوی په برخه کې ۸۳ بیلا بیلې پروژې پلي شوي دي.

د دوې په خبره په دې وروستیو کې د کرنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د مهارولو د یو بند چارې بشپړې او افتتاح شو.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې یاد بند د ارغستان ولسوالۍ د جنګ ژورې په سیمه کې د موسمي اوبو راګرځولو او زېرمه کولو په پار جوړه شوې ده، چې د ۱۱۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي زیاته کړه د ارغستان ولسوالۍ د خلکو په غوښته په تېرو دوو کلونو کې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو مهارولو او دخاورې د تخریب د مخنیوی په برخه کې ۸۳ پروژې پلي شوي دي.

دغه راز د کندهار د کرنې رییس وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې «سربندونه، کوچني کانګړېټي چکډمونه، د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او ژورې څاګانې کېندل شامل دي، چې له دغو پلي شویو پروژو څخه ددې ولسوالۍ زرګونه اوسیدونکي ګټه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب