سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: د ننګرهار د برېښنا ریاست عواید د تېرکال په پرتله ۲...

مسوولان: د ننګرهار د برېښنا ریاست عواید د تېرکال په پرتله ۲ برابره زیات شوي

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د ننګرهار د برېښنا ریاست مسوولان وایي چې د تېرکال په پرتله یې عواید دوه برابره زیات شوي دي.

د دې ولایت د برېښنا رئيس غلام حیدرفقیرزي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې، سږکال يې تر دې دمه یو ميليارد او ۴۴۰ ميلیونه  افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

نوموړی وایي د عواید د زیاتوالي ستر لامل یې  د ۴ سوه ترانسفرمرو لګول او د ضایعاتو مخنیوی دی.

فقیرزي که څه هم د مشخصې ادارې او شخص نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه چې اوس هم یو شمېر اشخاص او ادارې په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي.

دی وایي هڅه يې پيل کړې څو له دوی هم پورونه ترلاسه کړي.

د بریښنا رئیس وویل اوسمهال ننګرهار۳۰۰ میګا واټه برېښنا ته اړتیالري چې پدې سره به مرکز او ولسوالیو کې د برېښنا ستونزه تر یوه بریده حل شي.

د ننګرهار د برېښنا ریاست داسې مهال د خپلو عواید د زیاتوالي خبره کوي چې اوس هم ګڼ ننګرهاریان د برېښنا له نشتون نه شکایت کوي.

دوی وایي شته برېښنا هم د زوراکو او چارواکو په خدمت کې ده او ولسونه له برېښنا پرته بیلونه تحویلوي.

عام خلک وایي هرکال دوی سره د دې ستونزې د حل ژمنې کېږي خو حل لار ورته نه لټول کېږي.

دوی وایي اوس هم باوري نه دي چې څومره به دوی د برېښنا برخه کې شته ستونزې حل کړي اوخپلې ژمنې به عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب