یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار او کندهارکې د یوه قومندان په ګډون ۹۲ طالبانو ته مرګ...

ننګرهار او کندهارکې د یوه قومندان په ګډون ۹۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د ننګرهار ولایت چارواکي د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې لسګونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

د دې ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوه قومندان په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

د خبرپآڼې په حواله په دې عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه وایي په دې عملیاتوکې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

بل لورته د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي چې تېره ورځ د کندهار په ژېړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال  ۲۵ طالبان وژلي او ۸ نور يې ټپيان کړي دي.

دفاع وزارت زیاتوي په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا د یادو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب