جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههند: د افغانستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته د کورونا ضد واکسین...

هند: د افغانستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته د کورونا ضد واکسین لیږو

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۹) د انډيا ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د هندوستان حکومت اعلان کړی چې ډېر ژر به د افغانستان په ګډون خپلو ګاونډیو هېوادونو ته د کورونا ضد واکسین ولېږي.

د انډیا ټایمز ورځپاڼه وایي، د هندستان حکومت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو ته د کورونا ضد واکسین ورکړي.

دغه ورځپاڼه وایي، د کورونا ضد واکسین به نیپال، بوتان، بنګلدیش، میانمار، سریلانکا، افغانستان، مالدیف او ماریشوز ته ولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان او امریکا ترڅنګ هند هم د کورونا ضد واکسین جوړ کړی او په اوس وخت کې په هندوستان کې د پلي کېدو په حال کې دي.

انډیا ټایمز وایي، د واکسین د اعلان سره سم په لومړۍ ورځ په هندوستان کې ۱،۹ لکه کسانو ته دغه “واکسین ورسېد.

هندوستان دغه واکسین د تېرې شنبې په ورځ په هند کې پیل کړل چې تراوسه هم هلته دوام لري، انډیا ټایمز وایي، تراوسه ډېریو هېوادونو سیروم انسټیټیوټ ته چا چې دغه واکسین جوړ کړی و غوښتنه ترې کړې چې دوی ته دې واکسین ولېږي.

کورونا ویروس چې تېر کال راپیدا شو د نړۍ ګڼ هیوادونه یې زیانمن کړل او په زرګونو خلک یې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...