جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو یوځل بیا افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوام ټینګار کړی

ناټو یوځل بیا افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوام ټینګار کړی

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د ناټو سازمان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمښت په غبرګون کې ویلي چې دوی لاهم په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمن دي.

ناټو په یوه خبرپاڼه کې وايي د دوی پرېکړه نه ده بدله شوې او دلته به خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

سرچینه وایي: « موږ د قاطع ملاتړ ځواکونو حمایت ته دوام ورکوو، موږ په کابل کې د یوې مرکزي حوزې او څلور سیمه ییز مرکزي دفترونو سره د افغان ځواکونو روزنه ، مشوره او مرسته کوو.»

ناټو په خبرپآڼه کې زیاتوي چې دوی به ترهغې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي څو افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته او هغه ډاډ ترلاسه کړي چې بیا به افغانستان د ترهګرو پرپټنځای نه بدلېږي.

د ناټو سازمان په ټینګار سره وایي چې دوی د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او د دې پروسې د یوې برخې په توګه چمتو دي چې د شرایطو پراساس خپل موجودیت تنظیم کړي.

ناټو دغه راز زیاتوي، په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د سرتیرو شتون د هیواد  د ساحې او وضعیت په اساس بیا و ارزول شي او د سازمان د غړو هیوادونو د فاع وزیران به په راتلونکې میاشت کې په دې اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کريستوفرمېلر د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امريکایي ځواکونو حضور د ټرمپ د لارښوونې سره سم ۲۵۰۰ ته راټيټ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب