شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهلاریون کوونکو په میدان وردک کې د کمپوټري تذکرو دفتر تړلی

لاریون کوونکو په میدان وردک کې د کمپوټري تذکرو دفتر تړلی

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) په ميدان وردکو کې سلګونو لاريون کوونکو په کمپیوټري تذکرو، د موټرو په پلېټونو او نورو ټولو رسمي چارو کې د میدان وردک ولايت د پوره نوم لیکلو غوښتنه وکړه.

په دې لاریون کې چې د مرکز میدان ښار، جلرېز، نرخ، بهسودو ولسوالیو سلګونو کسانو ګډون کړی و، د تعصب نه غواړو، خپل هويت غواړو او زموږ حقوق مه تر پښو لاندې کوئ شعارونه هم ورکول.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ که چېرې په پېژندپاڼو او ټولو رسمي ادارو او اسنادو کې د دغه ولایت پوره نوم (میدان وردک) ونه لیکل شي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د دوی په خبره چې د مرکزې ادارې په ټولو مکتوبونو او حکمونو کې د ميدان وردکو پوره  نوم ليکل کېږي، خو زیاتوي چې په محلي ادارو کې بیا ځیني کړۍ یواځې د وردک نوم لیکلي چې دوی ته د منلو نه دی.

لاریونوالو د خپلې غوښتنې د عملي کېدو په موخه په دغه ولايت کې د برېښنايي پيژندپاڼو مرکز وتړه.

د دوی په وینا، په کمپیوټري تذکرو کې د ولايت د بشپړ نوم پر ځاى يواځې وردک ليکل کېده نو ځکه يې د برېښنايي پېژندپاڼو دفتر تړلى دى.

باید وویل شي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د موټرو په پلېټونو، پاسپورټونو او کمپیوټري تذکرو کې د ميدان وردکو د مکمل نوم پر ځای يوازې وردک لیکل کېږي چې د ددې ولایت د خلکو غبرګون یې راپارولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب