جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهفرانسې او استرالیا د سولې خبرو د کامیابېدو لپاره له طالبانو د...

فرانسې او استرالیا د سولې خبرو د کامیابېدو لپاره له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) فرانسې په کابل کې وروستی هدفي برید چې دوه ښځینه قاضیانې په کې ووژل شوې په کلکو ټکو غندلی دی.

په کابل کې د فرانسې سفارت نن دوشنبه د یوه بیان په خپرولو سره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې ډېرې شوي دي.

په بیان کې وړاندې راغلي، د افغانستان حکومت ته باید ددې ناوړه پېښې جدي څېړنه وکړي.

که څه هم طالبان په هدفي وژنو کې لاس لرل ردوي خو فرانسې له دغې ډلې غوښتي چې هر څه ژر باید تاوتریخوالی ودروي او یو سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.

دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې پرون یکشنبه په کابل کې د سترې محکمې دوه قاضیانې په یوه وسله وال برید کې ووژل شوې او دوه نور کسان ټپیان شول.

که څه هم تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د افغانستان حکومت ددغې پېښې اصلاي عاملین طالبان بولي.

بلخوا د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځو وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، له کله چې د کابل د امنیت چارو مسؤلیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی په دې ښار کې د جنايي جرمونو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي دي.

نوموړي په کابل کې د هدفي وژنو پړه پر امرالله صالح اچولې ده، خو د افغانستان حکومت بیا ددې وژنو اصلي عاملین طالبان بولي.

په همدې حال کې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن نن دوشنبه له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړي او په افغانستان کې یې روان تاوتریخوالی غندلی دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي موریسن له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر باید د سولې خبرو د بریا لپاره اوربند وکړي.

هغه دغه راز په افغانستان کې روانې هدفي وژنې هم غندلې او زیاته کړې یې ده چې د حل لار وژنه نه بلکې یو بل سره خبرې اترې دي او دواړه لوري باید هر څه د خبرو له لارې حل کړي.

د یادونې ده چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره هم هماله د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

اوربند د دوحې مذاکراتو کې د افغان دولت مهمه وړاندیز شوې اجنډا ده خو طالبانو په وار وار په دې اړه خبرې له وخت مخکې بللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب