جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد هلمند ولایت د واشېر ولسوال ووژل شو

د هلمند ولایت د واشېر ولسوال ووژل شو

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) نامعلومو وسله والو د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ ولسوال په یوه وسله وال برید کې وژلی دی.

د هلمند والي عبدالنبي الهام وايي، په دې حمله کې د واشېر ولسوالۍ ولسوال محمد ظاهر حقیار وژل شوی او د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

که څه هم ښاغلي الهام ددې برید ځای نه دی مشخص کړی، خو زیاته کړې یې ده چې دغه پېښه نن دوشنبه ماښام رامنځته شوې ده.

بلخوا یو شمېر سرچینې وايي چې دغه پېښه د لښکرګاه ښار په اوله ناحیه کې رامنځته شوې.

د هلمند والي له اړوندو ارګانونو غوښتنه کړې چې ددې پېښې اصلي عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

هلمند د افغانستان په جنوب کې یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې په یو شمېر برخو کې یې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب