پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسېد عالم محسود بيا د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو

سېد عالم محسود بيا د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي چې د دې غورځنګ مخکښ غړی ډاکتر سید عالم محسود يو ځل بيا د پاکستاني پوليسو له لوري ونیول شو.

ددغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتين نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ډاکتر سید عالم محسود نن دوشنبه په دېره اسماعېل ‌خان کې محکمې ته د خپلې يوې قضيې د خلاصولو په هدف تللی و، چې پوليسو نیولی دی.

ښاغلي پښتین زیاته کړې، که څه هم په دېره اسماعېل خان کې محکمې د يادې قضيې په اړه د ډاکټر سېد عالم محسود ضمانت منظور کړی، خو بیا هم د پاکستان پولیسو له خوا نیول شوی دی.

نوموړي وړاندې ویلي: « دا رياست د امن د نوم څخه ډارېږي ځکه وار خطا دي. د ډاکټر سيد عالم محسود نيول غير قانوني او غير آئيني دي . د تحريک د ملګرو سره د رياست د دې ناروا عمل په ضد به مونږ عدالت ته هم ځو او خپله مزاحمتي مبارزه به هم پرمخ وړو.»

د یادونې وړ ده چې سید عالم محسود څه موده وړاندې پاکستاني پولیسو نیولی و، خو د روانې جدي میاشتې په ۲۴ په ضمانت ازاد شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب