جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې د چاپیریال ساتنې رئیس په وسله وال برید کې...

په غزني کې د چاپیریال ساتنې رئیس په وسله وال برید کې ټپي شوی

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) په غزني کې د چاپیریال ساتنې رئیس عبدالولي ارمان له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، دغه پېښه نن ماښام د یاد ریاست مخې ته رامنځ ته شوې ده.

ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: «شاوخوا پنځه بجې د مرکز اړوند په درېیم پلان سیمه کې ناپېژانده وسله والو، د غزني ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس عبدالولي ارماني باندې برید کړی دی چې رئیس صیب او یو بل ساتونکی یې پتیان شوي دي.»

د یادونې وړ ده چې نامعلومو وسله والو نن ماښام د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ ولسوال محمد ظاهر حقیار په یوه وسله وال برید کې وژلی او د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې بیا نن دوشنبه په لوګر کې د ملي امنیت دوه کارکوونکي چې دواړه وروڼه و د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې پېښو مسؤلیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي او په مسؤلینو نیوکه کوي چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب