پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد PKK وسلوالې ډلې د ړنګېدو اعلان وکړ او له ترکيې سره...

د PKK وسلوالې ډلې د ړنګېدو اعلان وکړ او له ترکيې سره اوږدمهاله شخړه پای ته ورسېده

د کردانو وسلواله ډله PKK (د کردستان کارګر ګوند) چې مشر يې عبدالله اوجالان او له ۱۹۹۹م کال راهيسې بندي دی، اعلان وکړ چې خپل فعاليتونه به پای ته رسوي، وسله به کېږدي او له ترکيې سره څلوېښت کلنه شخړه پای ته رسوي.

دا تاريخي پرېکړه، د فیرات خبري آژانس لخوا خپره شوې چې د PKK ډلې سره نږدې اړیکي لري.

دا پرېکړه په داسې مهال کېږي چې د دغه خونړي شخړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

د روان  ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ مياشت کې، عبدالله اوجالان چې د استانبول ته نږدې يوه ټاپو کې بندي دی، له خپلې ډلې وغوښتل چې غونډه وکړي او د رسمي ډول ړنګېدو پرېکړه وکړي.

PKK د مارچ پر ۱ نېټه د يو اړخيز اوربند اعلان کړی و، خو دا يې مشروط کړی و، او د شرطونو له ډلې څخه يو هم د سولې د خبرو لپاره نوی حقوقي چوکاټ جوړېدل و.

دا پرېکړه کولای شي د ترکيې او کردانو ترمنځ د سولې يو نوی باب پرانېزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...