جمعه, جون 20, 2025
Homeخبرونه‎چین او امریکا موافقه وکړه چې د ۹۰ ورځو لپاره به خپلې...

‎چین او امریکا موافقه وکړه چې د ۹۰ ورځو لپاره به خپلې تعرفې ۱۱۵٪ کموي.

امريکا او چين د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به د خپلو متقابلو لوړو تعرفو کچه د ۹۰ ورځو لپاره په څرګند ډول راکمه کړي، څو د تجارتي جګړې شدت راکم او د نړيوال اقتصادي بحران وېره کمه شي.

دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د اوږدې مودې راهیسې لومړۍ خبرې اترې وشوې، له هغه وروسته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين پر وارداتو ۱۴۵ سلنه تعرفه ولګوله.

په يوه ګډه اعلاميه کې، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې درې رقمي تعرفې به دوه رقمي ته راکمې کړي او خبرې اترې به دوام ولري.

د راپورونو له مخې، چين هم پر امريکايي توکو ۱۲۵ سلنه تعرفه لګولې وه، خو اوس دواړه هېوادونه موافقه ته رسېدلي چې دا تعرفې به ۱۱۵ سلنه راکموي، چې له مخې يې امريکايي تعرفې ۳۰ سلنې ته او چينايې ۱۰ سلنې ته رسېږي.

د دواړو هېوادونو تر منځ په اعلاميه کې دا هم راغلي چې يو ګډ ميکانېزم به جوړوي، څو د اقتصاد او سوداګرۍ پر اړيکو دوامداره بحثونه وکړي. د چين د سوداګرۍ وزارت دا پرېکړه “د پام وړ پرمختګ” وباله او ويې ويل، “دا ګام د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ په ګټه دی.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

محمد رفیع څنګه د بالیووډ غوره سندرغاړی سو؟‎

د هغو کسانو یو اوږد ليکلړ موجود دی، چي له لاهور څخه  ممبی فلمي صنعت ته تللي او هلته بريالي سوي دي. د دغو کسانو...